مایکروسافټ شرکت د ورډ، اکسل او پاورپاینټ لپاره د تلفون آپلیکیشنونه جوړ کړي

 مایکروسافټ شرکت د ورډ، اکسل او پاورپاینټ لپاره د تلفون آپلیکیشنونه جوړ کړي

مایکرو سافټ شرکت د خپلو مشهورو دفتري پروګرامونو ورډ، اکسل او پاورپاینټ لپاره د تلفون آپلیکیشنونه جوړ کړي دي، دا اپلیکیشنونه چې تازه یې د انډرایډ کاروونکو لپاره جوړ کړي، ډیر امکانات لري. هغه کسان چې غواړي د مایکروسافټ دغه مهم پروګرامونه په مبایلونو کې وکاروي نو کولای شي له پلي سټور څخه یې ډاونلوډ کړي.

دا آپلیکیشنونه به ټولي هغه وړتیاوې ولري کومي چې په کمپیوټر کې شته، یعني د انډرایډ کاروونکي به هم وکولای شي په خپلو تلفونو کې د دغو دریو پروګرامونو له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.


د دغو پروګرامونو د مبایل آپلیکیشنونه له مخکې هم موجود وو، خو دا ځل مایکروسافټ شرکت د دغو آپلیکیشنونو نوي ویرژنونه وړاندې کړي دي.

ورډ، اکسل او پاورپاینټ د نړۍ په سطحه د مایکروسافټ شرکت د (ام اس آفیس پکیج) له ډلې څخه مشهور پروګرامونه دي چې زیاته کارونه یې په دفترونو کې ده.

د دغه شرکت مشتریانو څو ځله غوښتنه کړي وه تر څو د دغو مهمو پروګرامونو د مبایل آپلیکیشنونه جوړ شي، خو تر دې وړاندې هیڅ داسي مبایل آپلیکیشن نه وو چې دومره زیات امکانات ولري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *