د هالیوډ په فلمونو کې خیالي کاریدلي روباټونه په حقیقي نړۍ کې ننداري ته واړندې شوو

 د هالیوډ په فلمونو کې خیالي کاریدلي روباټونه په حقیقي نړۍ کې ننداري ته واړندې شوو

تر دې وړاندې زیاتره وخت روباټونه یوازي په فلمونو کې د خیالاتو په ډول ننداري ته وړاندې کیدل، خو اوس دا کار په حقیقت بدل شوی دی، او  روباټونه په حقیقي نړۍ کې له انسانانو سره اوږه په اوږه کار کوي.

د هغوي له ډلې څخه د هالیووډ د سټار وارز په فلمونو کې کاریدلی R2D2 روباټ د سکاټلنډ د ډنډي په ښار کې د روباټونو په یوه نندارتون کې چې نوم یې (هیلو روباټ) وو،  وښودل شو.


د نندارتون تنظیم کوونکې وایې دغه نندارتون یې په دي هدف جوړ کړی چې د انسانانو او روباټونو تر منځ د مغلقي رابطي په اړوند پوښتنې مطرح شي.

دوي په دې نندارتون کې څو مرحلي درلودي او ګڼ شمېر روباټونه یې ننداري ته وړاندې کړو.

دوي داسي روباټونه هم ننداري ته وړاندې کړو چې په راتلونکې کې به په تولیدي شرکتونو کې د انسانانو په ځای کار وکولای شي، ځیني روباټونه به په رستورانتونو کې وکارول شي، او ځیني نور ډولونه یې هم وو چې په بېلابېلو برخو کې یې د انسانانو په ځای کار کولای شوای.

خو په دې اړه بیا ځیني کار پوهانو وایې چې ښایي د دې ډول روباټونو له عامیدو سره د بې کارۍ کچه لوړه شي او ډیری خلک بې کاره شي، چې دا به د نړۍ د راتلونکې لپاره یو لوی ګواښ وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *