اقلیمي بدلون؛ هغه لوی ګواښ چې افغانستان ورسره مخ کېدونکی دی

 اقلیمي بدلون؛ هغه لوی ګواښ چې افغانستان ورسره مخ کېدونکی دی

افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د اقلیمي بدلون تر اغېز لاندې راغلی او زیات زیان یې لیدلی. په وروستیو کې سختو ورښتونو، سېلابونو، وچکالیو، د اوبو کمښت او د واورې ورېدو او ښويېدو، د هېوادوالو ژوند ګواښلی او اندېښمن کړي یې دي.‌ د هېواد په ځينو سیمو کې د تودې هوا له امله د سانتي ګرېډ درجه له مثبت ۵۰ څخه لوړه او په ژمي کې تر منفي ۴۶ سانتي ګرېډ رسېږي.

دا تغیرات د یو هیواد په وګړو بده اغېز کوي او د افغانستان په څېر له اقتصادي اړه ضعیف هیواد کې بیا په داسې حالاتو کې هر کال په زرګونه کورنۍ دې اړ کېږي چې نورو هیوادونو ته مهاجرت وکړي، یا هم د اوبو او خوراکي موادو د کمښت له کبله شخړې پېښېږي، خلک له دولت ناهیلي کېږي او ترهګرو او جنايتکارو ډلو ته د استخدام فرصت برابرېږي.

همدارنګه د سور صلیب نړیوالې کمېټې د اټکل له مخې، په افغانستان کې ۴۱ سلنه شخړې د ځمکو پر سر رامنځته کېږي.‌

اقلیمي بدلونونو نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په ټولو هیوادونو بده اغېز کړي، په دې اړه د اقلیمي بدلون پوهان وایي، چې ښایي تر ۲۰۳۰م کال پورې د نړۍ تودوخه تر یو نیم سانتیګراد پورې لوړه شي او ځیني يې بیا په دې باور دي چې ښايي تر دوه سانتي ګراد پورې لوړه شي.

د اقلیمي بدلون په تړاو په ۲۰۱۶ م کال کې په پاریس ښار کې د نړۍ ګڼو هېوادونو ترمنځ تړون لاسلیک شو،  په دې تړون کې هغو مهمو مواردو ته اشاره شوې وه چې اقلیمي بدلون باندې اغېز کوي او هغه کمپنۍ محدودي شوې وې چې کارونه یې د نړۍ په اقلیم بده اغېز کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *