د نړۍ ښکلي ښارونه (هلسینکي – فنلانډ)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (هلسینکي – فنلانډ)

ژباړه: شریفه تره کي

هلسینکي ښار د فنلانډ هیواد پلازمېنه او په دې هیواد کې تر ټولو لوی او زیات نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار په ۱۵۵۰م کال کې جوړ شوی او له دې نه ۲۵۰ کلونه وروسته په ۱۸۱۲م کال کې د دې هیواد د پلازمېني په توګه ټاکل شوی.

دا ښار د فنلانډ هیواد سویلي طرف ته د خلیج ساحل کې موقیعت لري، ټول مساحت یې ۷۱۵ کلیومتره مربع ده، چې ۱۹۰میله مربع اوبه او ۸۳ میله مربع وچه ده. دا ښار نږدې ۶۵۰۰۰۰ وګړي نفوس لري، چې د دې ښار مربوط درې نورو ښارونو (اسپو، وانټا او کاونیاینن) سره یې مکمل نفوس یونیم میلیون ته رسېږي. دا سیمه د فنلنډ هیواد تر ټولو مهمه سیاسي، اقتصادي، کلتوري، علمي او څېړنیزه برخه بلل کېږي.

دا ښار د میعیاري ژوند کولو لپاره پوره اسانتیاوې لري او د ښایسته سیمو لرلو له امله په کلني ډول ورته هر کال زیات شمېر سیلانیان راځي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *