د مسکو میټرو کې یو ځل بیا ښځینه چلوونکي داخلي شوي دي

 د مسکو میټرو کې یو ځل بیا ښځینه چلوونکي داخلي شوي دي

د مسکو ښاري ریل ګاډو سیستم یا میټرو اعلان وکړ چې یو ځل بیا یې ښځینه چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې دې سیستم ته داخلي شي.

د دوی په خبره چې د ۲۰۲۱ م کال له لمړیو ورځو وروسته به د مسکو میټرو کې ښځینه چلوونکي هم بیرته خپلې دندې پیل کړي. د دوي په خبره چې د جنوري میاشتي له لمړۍ نېټې ۱۲ ښځینه چلوونکي دې سیستم ته داخلي شوي دۍ.

د اتمې لسیزي سختو او جنجالي قوانینو له امله د مسکو میټرو په دې سیستم کې د ښځینه چلوونکو ګمارنه بنده کړي وه.

وروستۍ ښځینه چلوونکې په ۲۰۱۴م کال کې خپله دنده په دې سیستم کې پای ته رسولې وه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *