بې سیمه غوږۍ (وایرلیس هیډفون) د انسان د روغتیا لپاره زیان لري

 بې سیمه غوږۍ (وایرلیس هیډفون) د انسان د روغتیا لپاره زیان لري

کارپوهانو خبر ورکړی چې بې سیمه غوږۍ د انسان د روغتیا لپاره زیانمني دي.

د Roskachestvo ډیجیټل تخصصي مرکز مشر انتون کوکانوف په دې اړه پرایم خبري اژانس ته وویل: که څه هم په دې اړه باندې کره شواهد نشته، خو بیا هم بې له شکه چې بې سیمه غوږۍ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، هغه زیاته کړه چې که څه هم د تلفون له کارولو نه د غوږیو کارول غوره دي خو بیا هم باید غوږۍ په محدود ډول باندې (په ورځني ډول تر درې ساعتونو) پورې وکارول شي.

د ښاغلي کوکانوف په خبره، چې په لاره تګ او ویده کېدو په وخت کې باید په هیڅ صورت له دې غوږیو څخه ګټه وانخیستل شي، هغه همدارنګه وویل، چې لوړ غږ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، نو له همدې امله په هیڅ ډول غوږیو کې په لوړ غږ سندرې یا کوم بل څه مه اورئ.

کارپوهان زیات وخت د ټیکنالوژیکي وسایلو د زیان په هکله خبرې کوي، نو له همدې امله باید له ټولو ټیکنالوژيکي وسایلو څخه ګټه اخیستنه محدوده شي او یوازې د اړتیا په وخت کې وکارول شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *