که غواړئ پښیمانه نشئ، نو دا پنځه شیان له ټولو پټ وساتئ

 که غواړئ پښیمانه نشئ، نو دا پنځه شیان له ټولو پټ وساتئ

که څه هم په ژوند کې باید په یو چا باور وکړئ، مګر د هغه ترڅنګ باید هوښیار واوسئ. نو د دې لپاره چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ نشئ او پخپل شوي باور پښيمانه نشئ، لاندې پنځه ټکي باید له ټولو پټ وساتئ.

۱- هر څوک په ژوند کې یو راز لري، چې هیڅکله یې باید له چاسره شریک نکړي. ځکه هغه به په راتلونکي کې ستاسو له دې راز څخه ستاسو په زیان کار واخلي.

۲- بل چاته اجازه مه ورکوئ، ترڅو ستاسو خصوصي ژوند ته ننوځي. د هر انسان خصوصي ژوند دهغه له احساساتو څخه اغیزمن وي. یا هم د ژوند خصوصي اړخ چي تاسو هیڅکله نه غواړئ، بل څوک وپوهیږي. چې هر انسان یو خصوصي ژوند لري.

۳-  د خپلو عایدو په اړه چاته معلومات مه ورکوئ. که غواړئ دوامداره لوړ عاید ولرئ، نو هیڅکله یې چاته په اړه معلومات مه ورکوئ .

۴- د زړه خبره چاته مه کوئ. یا هم موږ ورته د زړه خواله وایو. زړه ډېر نرم او نازک دی. کیدای شي په یوه خبره مات شي. یا هم د زړه خبري تاسو له هر چاسره نه کوئ. هغه څوک چې تاسو ورسره د زړه خواله کوئ، ممکن نورو ته یې ورسوي. نو د دې لپاره یا د زړه خواله له چا سره مه کوئ او یا یې هم له ډېر اعتباري کس سره کوئ.

۵- هر څوک په راتلونکي کې موخي لري. نو خپلي راتلونکي موخي هیڅکله له نورو سره مه شریکوئ. خپلي موخي له ځان سره وساتئ او د هغه په لوري کوټلي ګامونه واخلئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *