د بیل گیتس پنځه اصول

 د بیل گیتس پنځه اصول

ژباړه: شریفه تره کي

بیل ګیټس د نړۍ له مشهورو کسانو څخه دی او اوس د نړۍ د زیات سرمایه لرونکو کسانو په لیست کې درېیم ځای لري. هغه د دې تر څنګ د مایکروسافت شرکت مؤسس او اجرائیه مدیر دی. او د بیل انډ ملینډا ګیټس په نوم باندې یو خیریه بنسټ لري.

نوموړی د نړۍ له پیاوړو مدیرانو او بریالیو کسانو څخه شمېرل کېږي.

د بیل ګیټس ګیټس پنځه اصول په لاندې ډول دي:

  1. په ژوند کې هر څه په سمه توګه نه تر سره کېږي، غوره به وي، چې دا حقیقت ومنو.
  2. مخکې له دې چې د ځان په اړه ښه احساس ولرئ، غوره او مثبت کارونه تر سره کړئ.
  3. که تاسو فکر کوئ، چې ښوونکی مو جدي ده، تېروتنه کوئ، ځکه که تاسو ښوونکی شئ، نو وبه وینئ، چې ریس مو تر ښوونکي لا ډېر جدي ده. تاسو باید خپله خپل کار په سمه توګه تر سره کړئ، دې ته اړتیا مه پرېږدئ، چې ښوونکی یا ریس مو درباندې نیوکه وکړي.
  4. که خپلو کارونو کې بریالي نه یاست، نو دا ملامتیا مو په کورنۍ مه وراچوئ، له ناهیلۍ لاس واخلئ او له خپلو تېروتنو زده کړه وکړئ.
  5. نړۍ د بې عدالتۍ سیمه ده، غوره به وي، چې ځان ورسره عادت کړو.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *