ایا د فضاء پراخوالی حد لري؟

 ایا د فضاء پراخوالی حد لري؟

رحمت الله محمد

څیړونکې تل هڅه کوي تر څو واضح کړي چې: آیا فضاء کوم حد لري؟، آیا فضاء به څومره اوږدوالی ولري؟

خو تر اوسه هیڅ نده مشخص شوي چې آیا فضاء حد لري، که نامحدوده ده. نو په دي لیکنه کې به درته له ځمکې څخه تر ټولو لرې کشف شوي فاصله دروپیژنم:

د ناسا د هابل او اسپیتزر تلسکوپونو وکولای شول چې په نامحدوده فضاء کې له ځمکي څخه تر ټولو لري کهکشان کشف کړي. دا کهکشان له ځمکې څخه تقریباً ۱۳.۳ میلیارده نورې کاله فاصله لري، او د اندازي په لحاظ دا کهکشان له شیدو لار کهکشان څخه څو ځله کوچنی دی.

دا کهکشان چې نوم یې MACS0647-JD ایښودل شوی، په نامحدوده فضاء کې له ځمکي څخه تر ټولو لرې کهکشان نومول شوی دی.

CLASH چې یو نړیوال فضایي څیړنیز ګروپ دی، مشري یې مارک پستمن کوي، دا ګروپ تل هڅه کوي تر څو په کهکشانونو کې تر ټولو لويي سیارې، لوي ستورې، لوی کهکشانونه، په لري پراته فاصله کې ستورې او کهکشانونه کشف کړي. چې د دې کهکشان په کشفولو کې یې هم زیاتي څیړنې کړي دي.

ناسا وایې چې دا کهکشان له شیدو لار کهکشان څخه ډیر کوچنی دی، د دوي په خبره چې مونږ اوس مهال د دې کهکشان ۱۳.۳ میلیارده کاله مخکنۍ حالت وینو، چې ښایي اوسمهال یې په حجم کې تغیرات راغلي وي. د دوي په خبره چې د دې کهکشان اوږدوالی ۶۰۰ نورې کال دی.

هیره دي نه وي چې ووایو: کله چې یو ستوری یا یو کهکشان کشف کیږي، نو هر څومره نورې کاله چې له مونږ څخه فاصله لري، مونږ په اصل کې د همغه کهکشان یا ستوري په همغه اندازه کلونه مخکنی حالت وینو.

مثلاً یاد کهکشان له ځمکي څخه ۱۳.۳ میلیارده کاله فاصله لري، نو مونږ اوسمهال د دې کهکشان ۱۳.۳ میلیارده کاله مخکنی حالت وینو، دا چې دا کهکشان به اوس څه ډول وي، دا به له ځمکې څخه ۱۳.۳ میلیارده کاله وروسته معلومه شي. 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *