امریکایي ژورنال: د وایبر او مایکروسافټ اېج په مرسته هکران ستاسو معلومات غلا کوي

 امریکایي ژورنال: د وایبر او مایکروسافټ اېج په مرسته هکران ستاسو معلومات غلا کوي

د فوربز په نوم یوه امریکایي ژورنال په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې ځیني مشهور اپلیکېشنونه، چې په میلیونونه کاروونکي لري، امنیتي خطر لري.

په دې راپور کې ویل شوي، چې هکران د دې اپلیکېشنونو په مرسته کولای شي ستاسي شخصي ډیټا ته لکه: انځورونه، ویډیوګانې، ایمیل او … ته لاس رسی پیدا کړي. دوی زیاته کړي؛ ځیني هغه اپلیکېشنونه چې د ګوګل او مایکروسافټ غوندې مشهورو کمپنیو له لورې جوړ شوي هم امنیتي ستونزې لري.

همدارنګه یوه سایبر امنیتي شرکت ځیني اپلیکېشنونه نشر کړي او د دوی په خبره چې د دغو اپلیکېشنونو له لارې هکرانو د کاروونکو معلومات غلا کړي. دوی د وایبر Viber، یانګ پرو Yang pro، موویټ Moovit او میکروسافټ ایج Microsoft edge په څېر مشهور اپلیکېشنونه هم په دې لیسټ کې شامل کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *