ولسي جرګې د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو د لوړیدو طرحه تصویب کړه!

 ولسي جرګې د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو د لوړیدو طرحه تصویب کړه!

ولسي جرګې د ښوونکو او دولتي کارکوونکو د معاشونو د لوړېدو طرحه تعدیل او تصویب کړه، چې له دې سره به د دولتي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه لوړ شي.

خو حکومت تر اوسه پورې د دې طرحې د تطبیق او نه تطبیق په اړه څه نه دي ویلي. د ولسي جرګې یو غړی نعمت الله کریاب وايي: (ولسي جرګې دمعلمینو مامورینو او نورو کم معاشه کارکوونکو دتنخواوو د تعدل او لوړ والي طرحه تصویب کړه. اوس وار دحکومت دی چې دغه طرحه د1400 کال په بودیجه کې ځای کړي او دتصویب لپاره یې را ولیږي په حکومت غږ کوو چې دمعاشاتو دلوړ والي تصویب ومني) له ډېر پخوا دولتي کارکوونکو او ښوونکو له کم معاش څخه شکایتونه کړي،

چې تېر کال حکومت لوړپوړو دولتي چارواکو د معاشونو د کمښت او ټیټ پوړو کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د لوړولو په تړاو یوه طرحه جوړه او د ماليي په وزارت کې یې د امتحاني دورې لپاره عملي کړه. خو دا طرحه چې ورسره د ټیټ پوړو دولتي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه لوړیدل، تر اوسه پورې یوازې او یوازې د ماليي تر وزارت پورې محدوده پاتي شوي. چې د 1400 مالي کال په راتګ سره یو ځل بیا دولتي کارکوونکو او ښوونکو د خپلو معاشونو د لوړولو لپاره خپل غږ پورته کړ.

اوس تازه ولسي جرګه د هغې طرحې د تصویب او تعدیل خبره ورکوي، چې ورسره د ټیټ پوړو دولتي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه لوړیږي، خو دا چې له دې طرحې سره به د دې کارکوونکو او ښوونکو معاشونه څومره لوړ شي، تر اوسه یې جزئیات ندي خپاره شوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *