د نړۍ تر ټولو ځوانه لمړۍ وزیره وپیژنئ؛ سانا مارین څوک ده؟

 د نړۍ تر ټولو ځوانه لمړۍ وزیره وپیژنئ؛ سانا مارین څوک ده؟

سانا مارین چې د نړۍ تر ټولو ځوانه لمړۍ وزیره یادیږي، عمر یې ۳۴ کاله دی او د فنلنډ هېواد لمړۍ وزیره ده. د سانا مارین له خولې، چې د خپل پلار او مور سره یې په یو اجاره شوي آپارتمان کې ژوند کړی دی. د نوموړي په وینا چې مور یې ټېنګه ملاتړې وه او هغې ته یې جرات او پخپل ځان باور کول ور زده کړې دي.

مارین د خپلي کورنۍ لمړي غړي ده، چې پوهنتون ته یې لار پيدا کړي. وروسته له سوسیال ډیموکراټ ګوند سره یو ځای شوي او هلته یې هم په چټکۍ سره پرمختګ کړی. په کال ۲۰۱۵ کې د ۲۷ کالو په عمر د تامپرې له ښار څخه د پارلمان د استازې په توګه بریالۍ شوې. مارین چې اوس د فنلنډ لمړۍ وزیر ده، د ۲۲ میاشتو په عمر یوه لور هم لري.  ‌

میرمن مارین د فنلنډ دریمه ښځه ده، چې لمړۍ وزیره ټاکل کیږي. نوموړي د سوسیال ډیموګراټ ګوند له لوري په ټاکنو کې تر ټولو زیاتي رایي وړي او د یاد ګوند له لورې د لمړۍ وزیري په توګه ټاکل شوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *