ایلان ماسک به ځمکه یو کلی او مریخ بل کلی کړي!

 ایلان ماسک به ځمکه یو کلی او مریخ بل کلی کړي!

ایلان ماسک د اوسنۍ نړۍ پیاوړی نابغه او نوښتګر دی، هغه د نړۍ لپاره ډېر څه کړي او د پاتي پلانونو له عملي کېدو سره به یې نړۍ نوره هم تغیر شي.

په دې لیکنه کې به د ایلان ماسک په لاسته راوړنو او مهمو پلانونو رڼا واچوو:

  • ډیجیټل پیسې:

ایلان ماسک د x.com شرکت په تأسیس سره ډیجیټلي بانکینګ پیل کړ، او د ۲۰۰۰م کال په مارچ میاشت کې یې دا شرکت له پیپال PayPal سره یو ځای کړ، چې اوس د پیسو لېږد – رالېږد په برخه کې په نړیواله کچه زیات شهرت لري.

نو له همدې امله د ډیجیټلي پیسو د رامنځته کېدو په برخه کې ایلان ماسک تر ټولو اغېزناک شخص بلل کېږي.

  • فضایي سفرونه:

په ۲۰۰۲م کال کې ایلان ماسک د پیپال د عایداتو په مټ د فضایي سفرونو لپاره د راکټونو جوړولو شرکت باندې کار پیل کړ. هغه دې شرکت ته د SpaceX نوم ورکړ، چې اوس زیات شهرت لري او ښایي د لمړي ځل لپار ناسا د همدې شرکت په مرسته مریخ ته انسانان ولېږدوي.

  • پرمختللي موټرونه:

ایلان ماسک په ۲۰۰۳م کال کې د تسلا شرکت واخیستل. تسلا شرکت له دې مخکې تخنیکي وسایل جوړول، خو کله چې ایلان ماسک دا شرکت واخیستل نو دا یې د موټر جوړولو په یوه مهم شرکت بدل کړ.

په ۲۰۰۷م کال کې ایلان ماسک د دې شرکت د مؤسس په توګه د هغه اجرائیه مدیریت هم په خپله غاړه واخیست او د لمړي ځل لپاره یې تر ټولو پرمختللي الکترونیکي موټرونه جوړ کړل.

دا شرکت اوس د (Model S, Model 3, Model X and Model Y) مشهور موټرونه تولیدوي.

همدارنګه اوس په نړۍ کې د زیات موټرپلورونکو کمپنیو د لیست په سر کې ځای لري.

  • لمریزه تکنالوژي:

تسلا شرکت د موټر جوړولو تر څنګ د San Mateo کمپنۍ په اخیستو سره د لمریزي بريښنا د تولید په برخه کې هم زیات شهرت لري.

  • ځمکني تونلونه:

ایلان ماسک په ۲۰۱۶م کال کې د (the boring company) کمپنۍ تأسیس کړه. دا کمپنۍ به تر ځمکه لاندې تونلونه تېر کړي او په هغه کې به ریل ګاډي په ډېر زیات سرعت سره له یو ښار نه بل ښار ته مسافرین لېږدوي.

ایلان ماسک اوس د نړۍ دوهم سرمایه لرونکی کس دی. چې د Tesla او SpaceX شرکتونو اجرائیه مدیریت هم د ده په غاړه ده.

ایلان ماسک وایي؛ چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به په مریخ کې یو لوی ښارګوټی جوړ کړي او سپیس ایکس شرکت په مرسته به هلته یو میلیون کسان ولېږدوي.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *