د کورونا دوهمې څپې د انګستان فوټبال غوره لیګ ګواښلی

 د کورونا دوهمې څپې د انګستان فوټبال غوره لیګ ګواښلی

تېره اونۍ د دې لیګ ۴۰تنه لوبغاړي او کارمندان په کورونا ویروس اخته شوي دي او دوه لوبې هم له خپل وخته نه د کورونا له امله بې وخته شوې دي.

د اسپوتنیک خبري اژانس د خبر له مخي، د کورونا ویروس نوي بڼه په دې ورځو کې په انګلستان هیواد کې په پراخه کچه خپور شوی او زیات کسان په دې ویروس اخته شوي دي، نو له همدې امله د انګلستان فوټبال غوره لیګ هم ترې په امان کې پاتي نه شو او یوازې په تېره اوونۍ کې د دې لیګ ۴۰ تنه لوبغاړي او کارمندان به کورونا ویروس اخته شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې د کورونا له امله د دې لیګ دوه لوبې لغو شوې دي او د (فولام د برنلي او تاتنهام په وړاندې) لوبې له خپل وخت نه بل وخت ته ځنډول شوې دي.

ویل کېږي چې د کرسمس او نوي کال مراسمو ته د لوبغاړو تګ د دې لامل شوی، چې په دې لیګ د کورونا ویروس پېښې زیاتې شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *