د نړۍ ښکلي ښارونه (روم – ايټالیا)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (روم – ايټالیا)

ژباړه: شریفه تره کي

روم د نړۍ له تر ټولو ښکلیو ښارونو څخه شمېرل کېږي. روم د ايټالیا هیواد پلازمینه ده او د دې هیواد تر ټولو زیات نفوس لرونکی ښار هم دی.

دا ښار د خپل اوږد تاریخ او زیاتو تاریخي سیمو درلودو له امله زیات شهرت هم لري.

د فائو نړیوال سازمان مرکزي دفتر هم په دې ښار کې شتون لري.

د روم تاریخ له میلاد نه ډېر مخکي کلونو ته رسېږي او په دې تاریخي ښار کې په زیاته کچه تاریخي ودانۍ او مجسمې شتون لري.

روم ښار مدیترانه سمندر ته نږدې موقیعت لري او په ۲۰۰۷م کال کې دا ښار په نړۍ کې یولسم هغه ښار وبلل شو، چې له نورو هیوادونو څخه ورته زیات لیدونکې راځي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *