که دا نښي په ځان کې وینئ، نو هیڅکله واده مکوئ

 که دا نښي په ځان کې وینئ، نو هیڅکله واده مکوئ

که چیرته لاندي اوه نښې په ځان کې وینئ، نو هیڅکله واده مکوئ او یا یې هم ژر مکوئ.

۱- ډېری کسان خپل ځان نه پیژني او یا هم د خپل ځان په اړه وړاندوینه نشي کولای. دا هغه کسان دې چي وخت په وخت بدلیږي. نو که چیرته د خپل راتلونکي او ځان په اړه وړاندوینه نشئ کولای او وخت په وخت تغیر کوئ، نو واده مکوئ. نو تر هغه وخته پوري چې ځان پيژنئ، واده ته صبر وکړئ.

۲- که اقتصادي ستونزي ولرئ، که چیرته تاسو اقتصادي ستونزي ولرئ. نو هیڅکله واده مکوئ، ځکه که له بله چاسره هره څومره مینه ولرئ او ډاډمن واوسئ، چې په هر ډول حالاتو کې ژوند کولای شئ، بیا هم باور مکوئ. ځکه د یوي خوشاله کورنۍ رامنځته کولو لپاره پيسو ته اړتیا ده.

۳- که چیرته د ډیرو ځایونو د لیدلو او تګ موخې لرئ، نو واده مکوئ. ځکه کورنۍ په موجودیت کې تاسو له ډېرو سفرونو څخه باید انصراف وکړئ. نو د دې لپاره چې پخپل ژوند کې آزاد واوسئ، ژر واده مکوئ.

۴- که چیرته ډېر د واده فکر نه کوئ. یا هم په واده کې هیڅ مثبت ټکي نه وینئ. نو واده مکوئ. تاسو تر واده مخکي لمړی په مختلفو موقیعتونو کې ځانونه فرض کړئ او د واده په ټولو اړخونو فکر وکړئ. که له یو کس سره ټول ژوند ترسره کول درته سخته وي. نو هیڅکله واده مکوئ.

۵- که نشئ کولای په نورو اعتماد وکړئ. که چیرته ترخو تجربو وروسته نشئ کولای په نورو باور وکړئ. نو هیڅکله واده مکوئ.

۶- که چیرته یوازیتوب ته لمړیتوب ورکوئ. که چیرته ډېر وخت یوازي پاتي کیږي او یوازیتوب ته اړتیا لرئ. نو له بل چاسره ژوند کول به درته سخته شي. لازمه نده چې واده وکړئ او خپل ژوند ته دوهم کس هم را ولئ.

۷- که چیرته د خپل ژوند له ملګري سره د ملاقات په مهال د خجالتۍ احساس کوئ او په ځان باور نلرئ، چي هغه به تر اغیز لاندي راولئ.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *