یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
څنګه کولای شو، چې د لږ مطالعې په مټ ډېر څه زده کړو؟
ژباړه: شریفه تره کي
که غواړئ چې د مطالعې په وخت کې مو ټول تمرکز کتاب ته وي او ډېر څه ترې زده کړئ، نو لاندې ټکې په نظر کې ونیسئ:
- له مطالعې مخکې او وروسته آرام وکړئ.
- هڅه وکړئ چې په سهار کې زیاته مطالعه وکړئ.
- له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي په ډکه معده مطالعه مه کوئ.
- هغه درسونه مو چې بیا کتني ته اړتیا لري، دوهم ځل یې د شپې تکرار کړئ.
- کله چې د غوسې، کرکې، خپګان، وېرې او یا زیاتې خوشحالۍ په حالت کې یاست، مطالعه مه کوئ، ځکه دغو وختونو کې تاسو درس ته په سمه توګه پاملرنه نشئ کولای.
- هغه کتابونه چې مطالعه کوئ یې، باید ورسره لېوالتیا ولرئ.
- کله چې ستړي یاست او یا هم بې خوبه یاست، نو مطالعه مه کوئ، ځکه په دغو وختونو کې تاسو درسونو ته سم پام نشئ کولای.
- له ورزش وروسته د ستړیا په حالت کې او په خولې بدن مطالعه مه کوئ.
- لمړۍ مو خپل فزیکي او رواني حالت متعادل کړئ او بیا وروسته مطالعه شروع کړئ.