د کچالو ګټې او زیانونه‎

 د کچالو ګټې او زیانونه‎

د کچالو خوړل د بدن لپاره بېلابېلې ګټې او زیانونه لري چې په لاندې ډول دي:

د کچالو ګټې:

۱. په خام ډول د کچالو خوړل د معدي د زخم لپاره زیات ګټور ده

۲. زړه ته قوت ورکوي

۳. کچالو ویټامین B6 لري چې د پښتورګو او مثاني لپاره ګټه لري

۴. کچالو په اوبو کې جوش کړئ، پوست ترې لرې کړئ، له هغه وروسته یې په شیدو کې حل کړئ او بیا یې په لاسونو باندې ووهئ، له لس یا پنځلس دقیقو وروسته مو لاسونه ومینځئ، چې د جلد د سپینوالي سبب کیږي.

۵. د ویني له کموالي څخه مخنیوی کوي

د کچالو زیانونه:

د کچالو په اړه څېړنو ښودلي چې ځیني زیانونه هم لري، چې په لاندې ډول دي:

۱. په سره شویو کچالو کې په ځانګړي ډول په چپسو کې یو ډول زهري ماده شتون لري چې د اسیلامید په نوم یادیږي، دا ماده د معدي لپاره ډیره ضرري ده.

۲. د کچالو زیاته کارونه د انسان مغز کمزوری کوي

۳. سره شوي کچالو او چپس د سرطان ناروغي سبب کیږي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *