اېساک نیوټن؛ هغه ساینس پوه چې د جاذبې قوه یې کشف کړه

 اېساک نیوټن؛ هغه ساینس پوه چې د جاذبې قوه یې کشف کړه

ژباړه: رحمت الله محمد

اېساک نیوټن په ۱۶۴۳م کال کې د جنوري میاشتي په ۴مه نېټه د انګلستان په لنکلن شایر کې زېږېدلی. نوموړی مشهور فزیکپوه، ریاضي پوه، ستورپېژندونکی او لیکوال وو، چې ورته طبیعي فیلسوف هم ویل کېدل. اېساک نیوټن هغه کس وو، چې د ځمکې د جاذبې قوه یې کشف کړه.

هغه د نړۍ په تاریخ کې له ډېرو اغېزناکو ساینس پوهانو څخه شمېرل کېږي او د علمي انقلاب له کلیدي شخصیتونو څخه دی.

لمړنی ژوند:

اېساک نیوټن په ۱۶۴۳م کال کې د جنوري میاشتي په ۴مه نېټه په نیمه شپه کې د انګلیستان په ولسټروپ بای کلسټرورت – لنکلن شایر کې وزېږېد، هغه په کوچنیوالي کې دومره ناروغ وو، چې ډاکټرانو د ده ژوندي پاتې کېدو ته ډېرې کمې هیلې درلودې.

د هغه پلار هم اېساک نیوټن نومېده، او د ده له پیدا کېدو څخه درې میاشتې وړاندې مړ شوی وو.

نیوټن خپلې لمړنۍ زده کړې له دولس کلنۍ څخه تر اولس کلنۍ پورې د ګرانتم په (د کېنګس سکول) کې وکړې.

له دې وروسته په ۱۶۵۹م کال کې هغه بېرته خپل لمړني ځای ولسټروپ بای کلسټرورت ته ولاړ. مور یې غوښتل چې نیوټن درس پرېږدي او دهقان شي، خو نیوټن له زده کړو سره زیاته علاقه درلوده او غوښتل یې چې نورې زده کړې هم وکړي. په دې وخت کې د نیوټن د ښوونځي ښوونکي هینري سټوکس د نیوټن مور ته قناعت ورکړ تر څو نیوټن یو ځل بیا ښوونځي ته ولېږي.

په ۱۶۶۱م کال کې هغه د کمبریج پوهنتون ته لار پیدا کړه، خو د ده مور نشوای کولای چې د پوهنتون مصارف ورکړي، نو له همدې امله هغه د (سابسایزرس) زده کړیالانو له ډلې سره یو ځای شو، دا هغه کسان وو چې د پوهنتون د نورو زده کړیالانو اطاقونه به یې صافي کول او له همدې لارې به یې د پوهنتون مصارف پوره کول.

د ۱۶۶۴م کال په وروستیو میاشتو کې کله چې نیوټن د انساني علومو په برخه کې لیسانس وکړ، نو د هغه د ښو لاسته راوړنو په خاطر پوهنتون ده ته د ماسټري کولو لپاره بورس ورکړ. نوموړي په ۱۶۶۵م کال کې په کمبریج پوهنتون کې د (MA) یا Master of Arts په برخه کې ماسټري شروع کړه، خو په همدې کال په انګلستان کې وبا خپره شوه، چې له همدې امله پوهنتونونه رخصت شول او نیوټن بېرته خپل کور ته لاړ.

د جاذبې قوې کشف:

د رخصتیو په دې ورځو کې نیوټن د سیارو په هکله فکر کول، ولې سیارې د لمر په شاوخوا ګرځي؟، هغه باوري وو، چې حمتن کومه قوه شتون لري، چې په سیارو وارده شوې او دا ډول حرکت رامنځته شوی.

نوموړی یوه ورځ په همدې فکر د خپلې مور د مڼو په یوه باغ کې د مڼې تر وني لاندې ناست وو، چې له وني مڼه په ځمکه راولوېده. نیوټن دې پایلي ته ورسېد چې ځمکه هم قوه لري او د هغې قوې په مټ هر څه ځانته راکشوي او لمر هم ورته قوه لري، چې په وسیله یې سیارې دا ډول حرکت کوي، خو دلته یو بله پوښتنه دا وه، چې که لمر هم د ځمکې په څېر د جاذبې قوه لري، نو ولې ټولې سیارې له لمر سره نه نښلي؟ د دې په اړه یې زیات فکر وکړ، خو هغه وخت یې دا ځواب هم تر لاسه کړ، کله چې بېرته پوهنتون ته لاړ او هلته له خپلو ملګرو سره په یوه لوبه کې مصروف شو. لوبه دا ډول وه، که هر څوک له اوبو ډک ستل ته په هوا کې وڅرخوي، په داسې حال کې چې اوبه ترې تویي نشي، هغه ګټونکی دی. نیوټن هغه وخت دې پایلي ته ورسېد، چې لمر هم سیارو ته په خپل شاوخوا کې ورته چرخونه ورکوي.

هغه له تجربو وروسته د جاذبې قوه ثبوت کړه.

د Reflecting Telescope تلسکوپ اختراع:

ګالیلو لمړنی کس وو، چې په ۱۶۰۹م کال کې یې Refracting telescope تلسکوپ کشف کړ، خو د دې تلسکوپ اندازه هم ډېره لویه وه او فضاء یې هم په سم ډول نشوای انځورولای.

نیوټن په ۱۶۶۸م کال کې تر دې هم پرمختللی تلسکوپ چې نوم یې Reflecting Telescopeوو، اختراع کړ، هغه د دې اختراع له امله مشهور شو، او له یو څه وخت وروسته له رویال سوسایټي (Royal Society) سره یو ځای شو. هغه په لمړي ځل وینا سره نور هم مشهور شو، او د هغه وخت له مشهور ساینسپوه (رابرت هوک) سره یې ملاقات وکړ.

له یو څه وخت وروسته نیوټن فزیک پرېښود او کیمیا (شیمي) ته یې مخه کړه، خو په دې وخت کې یې مور (هانا) مړه شوه او دا د دې لامل شو، چې نیوټن د یو څه وخت لپاره له زده کړو لرې پاتي شي.

د ۱۶۸۶م کال د افریل په ۲۸مه نېټه اېساک نیوټن خپل مشهور کتاب (د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول) چاپ کړل او د دې کتاب لمړی چاپ یې رویال ټولنې (Royal Society) ته ولېږل. چې په همدې شپه رابرت هوک ادعا وکړه، چې د نیوټن قوانین یې لا تر مخه کشف کړي وو.

له ۱۶۹۶م کال وروسته هغه د نور په هکله څېړنې او کشفیات وکړل، چې په دې اړه یې خپل ټول معلومات او کشفیات د (نور پېژندني) په نوم نشر کړل.

اېساک نیوټن د ۱۷۲۷م کال د مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

سرچینه:

https://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *