هاوکېنګ: انسانان باید په راتلونکو سلو کلونو کې ځمکه پرېږدي

 هاوکېنګ: انسانان باید په راتلونکو سلو کلونو کې ځمکه پرېږدي

ژباړه او راټولونه: رحمت الله محمد

د فزیک د نړۍ ستر نابغه سټیفن هاوکېنګ ډېری وختونه د کائیناتو د پیل او پای په اړه څېړنې کولې، چې په دې هکله یې زیات نظریات هم ورکړي او اوس زیات پلویان لري.

هغه د ځمکې د پای په هکله هم بېلابېل نظریات ورکړي، د هاوکېنګ په نظر چې ځمکه به د لمر له انفجار سره ویجاړه شي، خو د لمر له انفجار نه به میلیونونه کلونه مخکې لا په ځمکه کې ژوند کول ناممکن شي، ځکه چې د لمر قوي شعاعوې به د ځمکې د حرارت درجه ډېره لوړه کړي. د هاوکېنګ په نظر چې دا به ۱۰۰۰ کاله وخت ونیسي تر څو په ځمکه کې ژوند کول ناممکن شي، نو د انساني نسل د دوام لپاره باید مونږ بلې سیارې ته ګډه شو.

د دې تر څنګ، هاوکېنګ پنځه کاله مخکې د هاروارډ پوهنتون محصیلینو ته په خبرو کې وویل: انسانان باید د راتلونکو سلو کلونو په جریان کې ځمکه پرېږدي او په يوې بلې سيارې کې د مېشت کېدلو په لټه کې شي. ده وويل؛ راتلونکي کلونه د ځمکې د کرې لپاره ښه نه دي، له نورو وړو سيارو سره د ځمکې ټکر، وژونکې ناروغي، د نړۍ د نفوس بې حده ډېرښت، د اقليم تغييرات او نورو ډېرو ناخوالو د ځمکې کره له ستر خطر سره مخ کړې ده. هاوکېنګ د هاروارډ پوهنتون محصلينو ته په خبرو کې وويل، چې ددې پرځای چې په ځمکه مو څېړنې او سترګې خښې کړئ، په کهکشان کې د نورو سيارو په لټه کې شئ!

سټیفن هاوکېنګ په کائیناتو کې د نورو موجودات په شتون هم زیات باور درلود، هغه به دا هم ویل چې ښایي انسانان په راتلونکې کې د نورو سیارو له اوسېدونکو سره مخ شي. هاوکېنګ په خپله یوه مقاله کې وایي: فضاء ته د څېړنو په موخه د سګنالونو لېږل هم خطر لري، ځکه په فضاء کې تر مونږ پرمختللي موجودات هم شتون لري او د همدې سګنالونو په مرسته هغوی مونږ پیدا کولای شي، د ده په نظر؛ ښایي هغوی سوله غوښتونکي نه وي او زمونږ د له منځه وړلو لپاره راپسې ځمکې ته راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې انسانان اوس په دې لټه کې دي چې نورو سیارو ته د څېړنو په موخو سفرونه وکړي او هلته فضایي تمځایونه جوړ کړي.

ایلان ماسک چې د سپیس ایکس شرکت (فضایي راکټونو تولیدونکي شرکت) مشر دی وایي: سپیس ایکس شرکت به تر ۲۰۵۰م کال پورې په مریخ کې یو لوی تمځای جوړ کړي چې تر یو میلیون پورې کسان به په کې اوسېدای شي.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *