کورنۍ نسخه؛ د هوږي خوړل کومي ګټي لري او له کومو ناروغیو مو ساتي؟

 کورنۍ نسخه؛ د هوږي خوړل کومي ګټي لري او له کومو ناروغیو مو ساتي؟

د ناشتي سره د هوږي خوړل یو کورنۍ نسخه بلل کیږي. تر اوسه پوري په بیساري توګه ګټور ثابت شوي او ډیری خلک ورڅخه استفاده هم کوي. تجربو ښودلي که چیرته هوږه په تشه خوا له ناشتي سره وخوړل شي، د طبیعي انټي بیوټک په څېر دي.

هوږه د Allicin درلودونکي دي، چي قوي ضد باکتریايي تاثیرات لري. د عفونت د درمان لپاره ترټولو ګټور تمامیدلای شي. په خالي ګېډه د هوږي خوړل د مختلفو ناروغیو لپاره ګټور تمامیږي. څېړنو ښودلي چي هوږه په بدن کې د طبیعي انټي بیوټیک په څېر عمل کوي، دا کار هغه وخت کېدای شي چي په تشه خوا یې وخورئ.

هوږه د مثاني او کلمو د درمان لپاره هم تر ټولو بهترین خواړه دي، چي د اسهال په مهال درسره مرسته کوي. د هغه ترڅنګ هوږه ستاسو اشتیاه خلاصوي، د خواړو په هضم او د فشار په کنټرول کې مرسته درسره کوي. هوږه د بدن د تنفسي سیستم لپاره هم ګټوره ده. د ټوخۍ، ذکام او نورو تنفسي ناروغیو په درمان کې هم ګټور تمامیږي.

تر ټولو مهم دا چي هوږه د بدن د دفاعي سیستم د قوت لپاره طبیعي انټي بیوټیک دي او په ژمي کې ډیری وخت ماشومانو ته ورکول کیږي، ترڅو د انفلونزا ناروغۍ څخه وژغورل شي او د یخ په وړاندي مقاومت وکړي. که چیرته هر سهار هوږه په خالي ګېډه وخورئ، نو له ګټو څخه به یې تر ټولو زیات برخمن شئ.

هغه کسان چي عصبي ناروغۍ لري، د هغوۍ لپاره هم د هوږې خوړل ګټور دي. د حافظي د کمزوري کولو په مهال او د آلزایمیر د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم له هوږي څخه کار اخیستلای شئ. د ویني پاکوالي لپاره هم هوږه ګټوره تمامیږي. که چیرته تاسو په ورځ کې یوه بوټه هوږه وخورئ، نو د ویني د کلسټرولو په کنټرول کې به په بیساري توګه مرسته درسره وکړي.

د هوږي د خوړلو په مهال ځان ډاډمن کړئ، چي هوږه تازه ده. ځکه که چیرته هوږه باندي وخت تیرشي نو د allicin ترکیبات په کې کمیږي، چي د بدن لپاره یې ګټه هم کمیږي. که چیرته مو د هوږي پوستکی واړول نو اضافه برخه یې هڅه وکړئ، په یخچال کې وساتئ. ځکه هغه ضد باکتریايي خاصیت لري او د ناروغیو په مخنیوي کې په بیساري توګه ګټوره تمامیږي.

کله مو چي هوږي پوستکی واړول نو لمړی يې په کوچنیو ټوټو وویشئ او بیا یې وخورئ. که چیرته ډېر وخورئ، ممکن ستاسو د بدن د دفاعي سیستم لپاره زیانمن او ټکان ورکوونکی تمام شي او ناروغ مو کړي. د هغه ترڅنګ هڅه وکړئ له یو ګیلاس اوبو سره یې وخورئ، ځکه د هوږي خوند لږ څه تریخ دی.

د هغه ترڅنګ په دې وروستیو کې ډیری خلک د کرونا له ویروس څخه هم ویره لري. څرنګه چي د هوږي خوراک د بدن دفاعي سیستم قوي کوي. نو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هم هوږه ګتوره تمامیږي او د دې ویروس په وړاندي ستاسو د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.  

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *