که غواړئ حافظه مو قوي شي، نو په دې لیکنه کې یې طریقه زده کړئ

 که غواړئ حافظه مو قوي شي، نو په دې لیکنه کې یې طریقه زده کړئ

په دې وروستیو کې د حافظي کمزورتیا یوازي تر سپین ږیرو پوري محدوده نه ده. بلکي ډیری ځوانان هم د حافظي له کمزورتیا شکایت لري. دا دلیل نشي کېدای چي د عمر په تیریدو سره حافظه کمزوري کیږي، خو دا دلیل نشي کېدای ځکه داسي لاري هم شته چي خپله حافظه باندي قوي کړو.

۱- فکر وکړئ، د فکر په کولو سره تاسو خپل درک او حافظه قوي کولای شئ. تفکر ستاسو حافظه دوامداره فعاله ساتي. هغه معلومات چي ستاسو هر وخت په کاریږي، په فعاله حافظه کې ساتل کیږي، هغه معلومات چي مو کله کله په کار کیږي، هغه په اوږد مهاله حافظه کې ساتل کیږي، چي د استفادي په مهال له لږ ځنډ وروسته در یادیږي. خو هغه معلومات چي اصلا مو ډېر نه په کار کیږي، مغز یې له منځه وړي.

۲- ورزش وکړئ، ساینسي څیړنو ښودلي چي ورزش د حافظي له قوت سره مرسته کوي. کله چي تاسو سالم بدن ولرئ او د بدن ټول غړي مو سالم وي، نو په هغه صورت کې ستاسو حافظه هم قوي وي. خو د ورزش کولو لپاره مو باید تمرینات ډېر منظم او د یو پلان له مخي وي.

۳- فکري لوبي وکړئ، داسي لوبي ترسره کړئ چي تاسو فکر کولو ته وهڅوي او د تفکر پروسه ستاسو په ذهن کې فعاله وساتي. د بیلګي په توګه د شطرنج لوبه ترسره کړئ.

۴- ډېر خوب وکړئ، د دې لپاره چي حافظه مو تثبیت شي، نو ډېر ویده شئ. ساینسي څیړنو ښودلي چي بي خوبي د حافظي د کمزورتیا لامل کیږي. نو هر څومره چي استراحت کوئ او خوب کوئ نو تاسو به نورمال یاستی.

۵- د ورځي مهم خبرونه او معلومات په خپله حافظه کې ثبت کړئ،دا کار ستاسو د حافظي له قوت سره مرسته کوي.

۶- طبیعت ته ولاړ شئ، د شني فضا له لیدلو خوند واخلئ او د هغه ترڅنګ ځیني طبیعي بوټي او درمل د حافظي د قوت لپاره ګټور تمامیږي.

۷- په پارکینګ کې خپل موټر ژر پیدا کړئ، کله چي په یو بیروبار لرونکي پارکینګ کې خپل موټر دروئ، نو ژر یې پیدا کړئ. دا کار ډېر ځله ترسره کړئ.

۸- ګلان بوی کړئ، د ګلانو بویول هم د حافظي له قوت سره مرسته کوي او تاسو ته په ذهني لحاظ آرمتیا دربښي.

۹- نوي ژبه زده کړئ، دا هم ستاسو د حافظي له قوت سره په بیساري توګه مرسته کوي.

 د دې ټکو په نظر کې نیولو سره مو حافظه قوي کیږي. نو دا تکي په نظر کې ونیسئ او دا کارونه ترسره کړئ.  

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *