ځیرک سیاستوال، حنیف اتمر څوک دی؟

 ځیرک سیاستوال، حنیف اتمر څوک دی؟

د محمد حنیف (اتمر) ژوند لیک:

حنيف اتمر د پلار نوم محمد آصف اتمر دی. هغه د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په کال ۱۳۴۷ هـ کې په لغمان کې زېږدېدلی دی. کله چې محمد حنيف اتمر ځوان شو نو خپله لومړنۍ دنده يې د خاد (خدمات امنيت دولتي)، د افغانستان څارگرې ادارې سره پيل کړه.او د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو په مهال یې د همدغې ادارې د يوې ځانگړې څانگې سره يې کار کاوه. د افغان-روس په جگړه کې هغه د مجاهدينو پر وړاندې جنگ کړی چې همداراز يې په ۱۹۸۸ کال کې د جلال آباد په جگړه کې خپله پښه له لاسه ورکړې.کله چې کابل د مجاهدينو په واک کې ورغی نو نوموړي افغانستان پرېښوده او برتانيې کې کډوال شو

زده کړې او دندې

محمد حنيف اتمر د انگلستان له يورک پوهنتون نه دوه ديپلومه ترلاسه کړي. لومړنی ديپلوم يې د مالوماتي تخنيک او کمپيوټر په څانگه کې او يوه ماسټري يې له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۷ کالونو په موده کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په زده کړو کې لاس ته راوړې. هغه په روانه توگه په پارسي، انگرېزي او اردو ژبو خبرې کولی شي. په ۱۹۹۲ ز. کال کې هغه د افغانستان او پاکستان په اړه د بشري اجنسيو سلاکار وه، چې دا دنده يې تر دوه کالونو پورې درلوده.تر دې وروسته هغه د ناروې افغان کوميټې ته ولاړ او هلته يې د پروگرام منېجر په توگه تر ۲۰۰۰ کال پورې شپږ کاله کار وکړ. په هماغه کال نوموړی هغه د نړېوالې ژغورنې کوميټې يا آی آر سي له خوا د افغانستان لپاره د مرستيال ډايرکټر جنرال په توگه په دنده وگومارلی شو،خو په ۲۰۰۱ ز. کال کې پر امريکا د ۱۱ د سېپتمبر د بريدونو وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ، د طالبانو د حکومت له نسکوریدو سره سم اتمر بیرته هېواد ته راستون شو او ۲۰۰۲ز کال کې د کلیو پراختیا او بیا رغوني وزیر په توګه وټاکل شو.

د کلیو پراختیا و بیا رغوني وزیر

په ۲۰۰۲ ز. کال کې اتمر ته د موقتي ادارې لخوا بلنه ورکړل شوه چې په حکومت کې د کلیو پراختیا او بیا رغوني وزیرپه توگه دنده ترسره کړي. او په همدې توگه هغه دا بلنه ومنله او د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان د نوي دولت د کابينې غړی شو. دا چې دی د کابينې تر ټولو ځوان ټېکنوکرات غړی وه نو ده خپله تجربه او انرژي په دې توگه وکاروله چې د افغانستان يو شنډ وزارت يې بېرته فعاله کړ او پر پښو درولو وروسته يې اهمې لاسته راوړنې درلودې چې آن د افغانستان تر نورو ولايتونو پورې هم ورسېدې او د څلور کالونو تر پايه د نژدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو د کالنۍ بوديجې خاوند وگرځېد

د پوهني وزیر

د ۲۰۰۶ ز. کال په مۍ کې محمد حنيف اتمر د ولسي جرگې د ډېرکيو د اعتماد د رايې تر گټلو وروسته دپوهني د وزير په توگه لوړه وکړه. هغه د حامد کرزي د کابينې د لږشمېر کاميابو وزيرانو په کتار کې شمېرل کېږي چې د افغانستان دولت ته يې د پام وړ کارونه کړي، دا ځل د پوهني وزير په توگه هغه د افغانانو د يوه عمده اړتيا، د ښوونې د نشتوالي سره مخامخ وه او په دغه برخه کې هغه د هېواد په ليرو پرتو سيمو کې د طالبانو د گواښونو برسېره گڼ شمېر نوي انسټيوټونه او ښوونځي پرانيستل.

د کورنيو چارو وزير

د ۲۰۰۹ ز. کال د جنوري په ۱۰مه نېټه ښاغلي اتمر د امريکايي سناتور او د امريکا د ولسمشر مرستيا جو بايډن سره په کابل کې د يوې کتنې په ترڅ کې د افغان ملي پوليس په اړه داسې ويل چې د امريکا متحده ايالتونه د افغاني پوليسو په روزنه او ځواکمن کولو ژمن کې دي. د ځينو لخوا دا کتنه ډېره اهمه وه او داسې وييل کېږي چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اتمر هم يو احتمالي کانديد وي. د ۲۰۰۹ کال په پېل کې حنيف اتمر په افغانستان کې د طالبانو د شتون د شمېر اټکل داسې وکړ چې د هغه په گومان په افغانستان کې له ۱۰۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ طالبان شته. د ۲۰۰۹ ز. کال په مارچ کې د گارډين ورځپاڼې يو راپور خپور کړ چې په دغه راپور کې د حامد کرزي او د امريکا او اروپايي متحدينو تر منځ د تاوتريخوالې خبر مطرح شوې چې د يوه نوي لومړي وزير د رول يادونه هم پکې شوې، دا چې د داسې يو رول لپاره هېڅ کوم بل نوم لا تر اوسه پورې نه دی څرگند شوی خو د ورځپاڼې ليکنې داسې اشاره کړې چې ښاغلی اتمر د امريکا په رسمي جگپوړو کې ښه پېژندل شوی.

په ۲۰۱۰ز کال کې یې حامد کرزي ته خپله استعفاء وړاندي کړه. په دې وخت کې امرالله صالح د ملي امنیت عمومي رئیس و، چي صالح او اتمر په یو ځای ولسمشر کرزي ته خپلي استعفاء ګاني وړاندي کړي. د کورنیو چارو وزارت څخه د استعفاء ورکولو وروسته نوموړي د هېواد له څو نورو سیاسي شخصیتونو سره یو ځای د حق او عدالت ګوند تأسیس کړ، چي تر اوسه پوري لا هم یاد ګوند په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ملي وحدت د حکومت په لمړیو کې یې د افغانستان او متحده ایالاتونو تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کړ اود افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکل شو. د ملي امنیت د سلاکار په توګه یې له ډیر وخت دندي وروسته د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدي کېدو سره استعفاء ورکړه.

د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي د سولي او اعتدال تر نوم لاندي ټاکنیزو ټيم رامنځته کړ، چي یونس قانوني یې لمړی مرستیال او محمد محقق یې دوهم مرستیال وټاکل. خو وروسته د نامعلومو دلایلو په بنسټ په ټاکنو کې له ګډون څخه لاس په سر شو او ټاکنیز ټیم یې وپاشل شو.

د ولسمشر غني له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره نوموړي څو ورځي وړاندي د بهرنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو.

حنیف اتمر هوښیار او ځیرک سیاستوال بلل کیږي. چي د هېواد په سطحه له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن دی. د هغه ترڅنګ د ملي امنیت د سلاکارۍ په مهال په نوموړي د داعش په ملاتړ او ځینو بریدونو کې په لاس درلودلو تورن شوی و.

حنیف اتمر لاندي کتابونه او مقالي هم لیکلي:

۱-  په افغانستان کې بشري مرستي، جګړه او سوله: تاسو باید کوم درسونه زده کړئ؟

۲- د حقیقت ویل: په افغانستان کې د سولي په پروسه کې بشري مرستو رول

۳- په نړۍ کې د غیر دولتي سازمانونو پراختیا

۴- په افغانستان کې بشري پالیسي، مرسته

۵- افغانستان یا یتیمه جګړه

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *