په ورځني ډول باید کوم وخت سپورت وکړو؟

 په ورځني ډول باید کوم وخت سپورت وکړو؟

سپورت کول د بدن لپاره ډیر ګټور دی، نو له همدي امله ډاکټران تل توصیه کوي تر څو خلک په ورځني ډول سپورت وکړي. د څېړنو له مخې سپورت د بدن د روغتیا تر څنګ د انسان د عمر د ډیریدو سبب هم کیږي، خو آیا کله مو هم فکر کړی چې ورزش په کوم وخت کې ډېر ګټور دی؟

معمولاً ورزش په هر وخت کې د انسان د بدن لپاره ګټور دی، خو د ورځي په جریان کې په ځیني ساعتونو کې یې بیا تأثیر لا زیات وي. څېړنو ښودلي چې په ورځني ډول د ورزش کولو لپاره د وخت په نظر کې نیول زیات آړین دي.

د څېړنو په اساس د ورزش کولو لپاره تر ټولو غوره وخت د ماسپښین له ۴ بجو بیا د ماښام تر ۷ بجو پورې دی، ځکه په دې وخت کې بدن ښه تقویت شوی وي.

په دغه وخت کې د سپورت کولو په اړه د آلمان د بدني روزني د پوهنتون ډاکټر اینګو فروبوزه وايي په دې وخت کې د انسان د بدن مختلفي برخې په خپل ټول توان سره فعالیت کوي او یا هم د فعالیت لپاره د چمتو والي په حال کې وي، له همدې امله په دې وختونو کې تر ټولو قوي ورزشونه هم انسان ته سپک او آسانه ښکاري.

البته دا په دې معنی نده چې د ورځي په جریان کې په نورو وختونو کې ورزش ګټه نلري، بلکي په دغه وخت کې ورزش کول د بدن لپاره نسبت نورو وختونو ته ډېر ګټور ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *