په بدبخته ټولنه کې د سالم انسان موندل ناممکن دي!

 په بدبخته ټولنه کې د سالم انسان موندل ناممکن دي!

لیکنه: جانداد جهاني

فرض کړئ د سومالیا وګړي د نړۍ تر ټولو په یوه بدبخته ټولنه کې ژوند کوي، ددوی لمړنۍ اړتیاوي پوره  شوي ندي، یو ماشوم چې نړۍ ته راځي مور یې په کافي اندازه ویټامین او منرالونه ندي اخستي نو بنآ ماشوم خوار ځواکی نړۍ ته راځي، دا چې صحي خدمات کم دي نو له ماشوم څخه په سمه توګه پالنه نکیږی.

دا چې په فقیرو ټولنو کې خلک په پوهه هم وخت نه ضایع کوي نو ممکن د والدینو د بې توجه یی له وجي بې وقفې نور ماشومان هم نړۍ ته راوړي

پدې شکل هم مخکیني هم ورستني ماشومان هم له جسمي او رواني اړخه په کافي اندازه توجه نشي ترلاسه کولی او بلاخره په داسي شکل لویږي چې حتمآ ځیني جسمي کمبودیاني لري. دا خلک د بدن د ضعیف مقاومت یا د اساسی عناصرو او ویټامینونو د کمبود له وجي د ناروغبو په وړاندي ضعیف وي او معمولآ کم عمر کوي همدا وجه ده چې په بدبخته هیوادونو کې دعمر اوسط تر ۵۰ کاله ټیټ دی.

داستان یواځي په جسمي نیمګړتیا پای ته نه رسیږي.

په بدبخته ټولنو کې دا چې د ژوند لمړنۍ اړتیاوي نه وي مشبوع شوي  خلک د رواني روغتیا په اړه فکر نکوي، ماشومان په کامله بې توجه یی کې را لویږي

د کورنۍ او ټولني لخوا په کافي اندازه مینه نه ورکول کیږی او رټل کیږي دا بد چلند د ماشوم په لاشعور کې ځای نیسې او بلاخره یو ورځ یې د نورو په وړاندي کاروي، همدا وجه ده چې بد سلوک په یوه ټولنه کې په پیړیو پیړیو پاتي کیږی او نورو نسلونو ته ادامه پیدا کوي.

له بد چلند څخه ځوریدل ژوند په دوزخ بدلوي او هغه سالم انسانان چې پدې دوزخ کې ژوند کوي له ژوند څخه فقط عذاب ویني، خو له بد چلند سره عادي کیدل بیخي فاجعه ده، معمولآ اکثره خلک په شعوری یا غیر شعوري توګه له ځان له حالاتو سر برابروي چې دا په خپله د جهنم جوړول دي دا خلک د ټولني د نورمونو مطابق خپل ځان هم وحشي رواني او بد اخلاقه کوي چې شاید خپله هماغه ډول محیط کې راحت وي خو د نورو سالمو انسانانو لپاره ژوند په جهنم بدلوي او ممکن سالم اشخاص ناسالم او رواني ناروغان کړي.

د بدبخته ټولنو داستان په رواني فشار هم پای ته نه رسیږي، بد اخلاقي جرم او جنایت هم ددې ټولنو له نه بیلیدونکو ځانګړنو څخه شمیرل کیږي

تاسو زموږ هیواد سومالیا په نظر کي ونیسئ کوم ډول جرم او جنایت دلته نشته.

په سومالیا ، اتوپیا،  کانګو او نورو بدبخته ملتونو کې فساد د اوج په مرحله کې دی ، قتل او قتال د ثواب کار شمیرل کیږي، تجاوز ګرچه له رسنیو پټ دی خو حتي د ژوند په شریک باندي عادي کیسه ګڼل کیږي.

غلا چور او چپاول تر دې حده دی  چې حتي پایتخت موګدیشو کې ولاکه سړی ارامه ګرځیدلی شي

تیر ژمی په یوه اونۍ کې  له ( Kotsangi) تر (Mondaii ) دوه ځله غلو تالاشي کړم.

قاچاق او د نشه اي توکو استعمال دومره عادي شوی چې حتي رسنۍ ورباندي خبري نه کوي.

تاسو څه فکر کوئ چې د سومالیا غوندي په فقیر هیواد کې چې ۶۰% خلک یې د فقر تر خط د لاندي ژوند کوي او ژوند لمړني او روغتیایی امکانات یې قلیل وي څنګه به پدې ټولنه کې یو سالم انسان دنیا ته راځي؟ که راشي څنګه به په ټولنه کې سالمه روزنه ویني او څنګه به له رواني اړخه روغ را لوی شي.

هغه کسان چې په سالمو کورنیو کې دنیا ته راځي او سالمه روزنه وینې یو وخت بیرته همدې ټولني ته ورځي او له سلو او زرو تهدیدونو سره مخ کیږي ؛ ددې امکان شته چې غل، قاچاقبر، ادم کش یا رواني ربړونکی ورڅخه جوړ شي او پدې شکل له ټولني هغه یو بل سالم شخص هم کم شي.

که سالم شخص په سالمه کورنۍ کې نړۍ ته راشي او د ټولني له ټولو بد اخلاقیو او بد بختیو په امان کې پاتي شي بیا هم یوه سالمه کورنۍ نشي جوړولي.

زه تاسو ته ژوندی مثال وړاندي کوم  ( Ghulam Dastager ) چې د سومالیا په کیسمایو (  Kismaayo  ) ښار کې په یوه روښانفکره کورنۍ کې نړۍ ته راغلی سالمه تغذیه او تقریبا سالمه روزنه یې لیدلی، په تیرو لسو کلونو کې همیشه خپلي روغتیا او روان ته متوجه وو، جیم ته هم تلو او په شعوري توګه یې غوښتل یو سالم شخص و اوسي هغه پدې هڅه کې تر ډیره بریالی شوی هم دی او غواړي د یو مسوولیت پذیره شخص په حیث یوه سالمه کورنۍ را منځ ته کړي، خو هغه چې هرڅومره وګرځي را ورګرځي یو سالم شخص نشي پیدا کولی. ددې ښار ټول ځوانان خو یا په سوی تغذي اخته دي او یا له رواني لحاظه ناسالم روزل شوي دي.

په موکیدشو کې هم وضعیت دې ته ورته دی ګرچه هلته خلک په نس ماړه دي او د سوی تغذی ستونزه دومره نسته خو نرواکي ټولني یې نجوني یا په کامله مانا بې احساسه کړي او ځان ورته قرباني ښکاري او یا خپله صیاداني ورڅخه جوړي شوي دي.

#کله چې ټوله ټولنه ناسالمه، بد اخلاقه او بدبخته وي هلته د سالم انسان پیدا کول او سالم پاتي کیدل محال دی څه خو دا چې یوه سالمه کورنۍ را منځ ته کړي.

یادونه: هیره دي نه وي چې پخوا مي د سالم شخصیت په اړه یو کتاب نیم ژباړلی وو که ستاسو دعاګاني وې تکمل او نشر به یی کړم.

د ریډینګ د برخي پوښتني (پښتو ټافل)

۱: لیکوال د لیکني په ورستي پاراګراف کې د صیاداني کلیمه کارولي چې مفرد شکل یی صیاد دی

جملې ته په کتلو د صیاد مانا څه دی ؟

۲: لیکوال ولي پدې لیکنه کې د سومالیا د بدبختي کیسې لیکلی ؟ زموږ یې په سومالیا څه موږ خو شکر په یوه خوشبخته ټولنه کې اوسو؟

۳: له دې لیکني د لیکوال هدف څه وو؟  دې بي مانا شیانو ته څه اړتیا ده لیکوال ولي د جناب اتمر صیب او عطا محمد نور په اړه لیکني نه کوي؟

۴: که د لیکوال مقدمه او نتیجه ومنو او قبوله کړو چې سومالیایان په یو بدبخته ټولنه کې ژوند کوي نو ستاسو به سومالیایی ځوانانو ته توصیه څه وي

چه باید کرد؟ 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *