په امریکا کې د الکترونیکي معتادانو لپاره د مرستي مرکزونه جوړ شوي

 په امریکا کې د الکترونیکي معتادانو لپاره د مرستي مرکزونه جوړ شوي

هر څومره چې تلفونونه ځیرک کیږي نو خلک هم ورڅخه ګته اخیستنه زیاتوي، خو له دې وسایلو څخه زیاته ګټه زیاتې ستونزي هم رامنځته کوي. د هانګ کانګ د یوه پوهنتون د څیړنو له مخې د نړۍ ۶ سلنه وګړي چې له ۴۰۰ میلیونه کسانو سره برابر دي، په ځیرکو آلو روږدي یا معتاد شوي دي.

خو له دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره داسي مرکزونه جوړ شوي دي چې له دغو کسانو سره مرسته وکړي تر څو له انټرنیټ او نورو ځیرکو آلو څخه لرې اووسي.

چې د دغو مرکزونو له ډلي څخه یو یې هم د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې ده. په دې مرکز کې د داسي کسانو درملنه کیږي چې په ځیرکو تلفونونو، کمپیوټري ګیمونو او انټرنیټ باندې روږدي دي. په دې مرکز کې شاملیدونکي کسان به د یوي میاشتي لپاره له نورې نړۍ سره اړیکې پرې کوي، او د ځیرکو آلو کارول بیخې ممنوع دي.

هغه کسان چې غواړي په دې مرکز کې شامل شي باید په میاشت کې ۵۰۰ امریکایي ډالر فیس ورکړي.

په دې مرکزونو کې ژوند کول سخت ندي،  خو شرایط یې: له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې ویده کیدل، زراعتي کارونه، اشپزي کول او همدارنګه د خپل شاوخوا محیط پاکول دي.

د  دې مرکز ریسه هیلري کش وایې: هغه کسان چې دغه مرکز ته راځي په الکترونیکي معتادي اخته وي، دوي د عادي ژوند کولو لپاره ټول شرایط هیر کړي وي. خو مونږ ورته بیرته زمینه برابروو تر څو د عادي ژوند کولو لپاره له ټولو شرایطو سره عادت شي.

په دې مرکز کې له تلفونونو څخه ګټه اخیستل په مکمل ډول بند دي، او د اړیکي نیولو لپاره باید له عمومي تلفون څخه ګټه واخیستل شي، همدارنګه په دې مرکز کې لپ ټاپ هم شته خو په ورځ کې له دوو ساعتونو زیات باید ونه کارول شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *