ولسمشر محمد اشرف غني څوک دی؟

 ولسمشر محمد اشرف غني څوک دی؟

ډاکټر اشرف غني د شاه جهان احمدزي زوی دی او په کال ۱۳۲۸ لمریز کې په کابل کې زیږیدلی. اشرف غني په قوم پښتون دی او اصلي ولایت يې لوګر دی. نوموړي په لبنان او امریکا کې لوړي زده کړي کړي دي. له ډیره وخته راهیسي د امریکا په مهمو پوهنتونونو کې د استادي دنده ترسره کړي. له همدي امله د هیواد له وتلو او علمي څیرو څخه بلل کیږي.

لمړنۍ ماسټري يې د سیاسي علومو په برخه کې، دوهمه يې د نړیوالو اړېکو او انسان پيژندني په برخه کې او دریمه يې په نړیوالو اړېکو کې ترسره کړي ده. له دې وروسته يې د امریکا د کولمبیا پوهنتون څخه د انسان پیژندني په برخه کې دوکتورا اخیستي.

ښاغلی غني د پوهنتون له استادۍ ور هاخوا د نړیوال بانک د پالیسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کې مهم مشر و. د بهرنۍ تګلاري په نوم د متحده ایالاتونو مشهوري مجلې اشرف غني په ژوندیو شخصیتونو کې د نړۍ په سطحه شلم پياوړی مفکر وباله .

ښاغلي غني ۳۰ کاله له هیواده بهر تیر کړي او کله چي د طالبانو واکمني ړنګه شوله، هیواد ته راستون شو. په لمړیو کې يې له ملګرو ملتونو سره کار کولو وروسته د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي په کابینه کې د مالیي د وزیر په توګه وټاکل شو. ښاغلی غني چي په ۲۰۰۲ کې د ماليي وزیر ټاکل شوی ؤ خو په ۲۰۰۴کې له بیلابیلو مخالفتونو سره مخ شو او د ماليي وزارت يې پریښود.

د هغه ترڅنګ دوه کال د کابل پوهنتون رئیس په توګه دنده ترسره کړي. په ۲۰۰۶ کې د افغانستان له لوري د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان په ځای معرفي شو، خو بان کي مون سره له رقابت وروسته يې ماتي وخوړه.

د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ؤ، خو بریالی نشو. له وروسته نوموړی د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یو ځل بیا ولسمشرۍ ته نوماند ؤ، چي لوړي رایي يې واخیستي. خو د هغه وخت د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالني ټیم يې مخالفت وکړ. له ډيرو ناندریو وروسته يې په یو سیاسي جوړجاړي هوکړه وکړه. چي نوموړی دافغانستان ولسمشر او ډاکټر عبدالله د اجرائیه رئیس په توګه وټاکل شول.

له هغه وروسته پرون یو ځل بیا د ټاکنو خپلواک کمیسون ښاغلی غني د پنځو کالونو لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان کړ. خو بیا هم د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني ټیم يي په موړاندي مخالفتونه وښودل.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *