فوټبال څنګه او د چا لخوا رامنځته شو؟

 فوټبال څنګه او د چا لخوا رامنځته شو؟

په ۱۸۶۳م کال یې د لندن په یو ورزشي کلپ کې تصمیم ونیو چې توپ، پرته له دې چې له هغه سره لاس وکړي، له خپل سیال او حریف څخه واخلي، له همدغه وخت څخه يې د فوټبال د اصولو بنسټ کېښود. خو دا فوټبال چي نن ورځ رواج لري د فوټبال له پيدایښت څخه ۱۵ کاله وروسته د لندن د یو ډیرلوی ورزشي کلپ هارو کې ترسره شو. تر څو ۱۸۸۲م کال پورې هر ټیم کې د فوټبال لوبغاړو شمیره (۷) تنه وه، خو له دغې نیټې څخه راوروسته یې شمیره زیاته او بلاخره (۱۱) تنو ته وسیده.

تر ۱۸۷۱ م کال پوري ګول کیپر حق نه درلود چي توپ په لاس کې ونیسي، خو تر دغې نیټې وروسته بیا هغه ته دا حق ورکړل شو.

د فوټبال لوی میدان له ۹۰ څخه ۱۲۰ مترو پورې اوږدوالی لري او پلنوالی یې له ۴۵ څخه تر ۹۰ مترو پورې کیدای شي. په نړیوالو لوبو کې د میدان اوږدوالی له (۱۰۰) څخه تر (۱۱۰) مترو او پلنوالی یې له (۶۴) څخه تر (۷۰) مترو پوري وي.

د ګول لوړ والی دوه متره او ۴۴ سانتي او عرض یې ۷ متره او ۳۲ سانتي متره وي. د ګول تیرونو قطر باید له ۱۲ سانتي مترو څخه زیات نشي.

د فوټبال د لوبې وخت (۹۰) دقیقي دی، چې په دوه ۴۵ دقیقه یې دورونو کې ترسره کیږي او د ۱۵ دقیقو په مینځ کې یوه تفریح هم ورکول کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *