رولهیلا هلا څنګه نېلسن منډېلا شو؟ (لمړۍ برخه)

 رولهیلا هلا څنګه نېلسن منډېلا شو؟ (لمړۍ برخه)

پر ژوند او د تمبو قبیلو له مشرانو سره پر پراخو اړیکو سره بېره، یوازینی شی چې له پلاره راپاتې و، « رولهیلا هلا» نوم و. دا نوم په خوسايي ژبه کې د ونو د زیاتو څانګو د پرېکولو په مانا دی، خو په محاوره کې د پاروونکي، لالهانده او بلوسګر لپاره کاریږي. زه دا نه منم چې نوم دې د چا له راتلونکي سره څه تړاو ولري، خو زما دوستانو او خپلوانو چې به په ما کې کوم طغیان او لالهاندي ولیده؛ نو زما د کوچنیتوب له نامه « رولهیلا هلا» یې انګېرله. انګلیسي یا مسیحي نوم «نېلسن منډېلا» چې ټول مې پرې پېژني، راباندې په ښوونځي کې کېښودل شو.

زه د (۱۹۱۸ز) کال د جون په اتلسمه د ټرانسکي د مرکز اومتانا په یوه کلي «موزو» کې پیدا شوم. زما د زوکړې پر کال لمړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده، خو ورسره سم په نړۍ کې انفلونزا خپره شوه. زما کلي «موزو» یوه کوچنۍ او لرې سیمه وه، چې د نړۍ له مهمو او لویو پیښو سره یې تړاو نه درلود.

د ټرانسکي سمسوره او ښکلې سیمه د کیپ ټاون د ختیځ په اتیا او د جوهانسبرګ د سوېل په ۵۵۹ میلۍ کې په شمال کې د دراکنزبرګ د لوړو غرونو او په ختیځ کې د هند سمند تر منځ پرته ده. پرخوالی یې د سویس هومره دی، چې دا مهال (د شملې پېړۍ نهمه لسیزه) پکې د خوسا قومونو، باسوتو لږه کیو او سپین پوستو په ګډون نژدې درې نیم میلیونه وګړي اوسیږي. دا سیمه د خوسا قوم د تمبو قبیلي چې زه یې هم غړی یم؛ اصلي ټاټوبی دی.

پلار مې د خوسا د بادشاهانو یو ډېر دروند او قدرمن سلاکار و، وروسته پوه شوم چې هغه نه یوازې سلاکار و، بلکې یو ښه لارښود یې هم و. د شملي پېړۍ په دوهمه لسیزه کې چې کله د خوسا د واکمن د ځایناستي په سر اختلاف راپورته شو، نو پلار مې د دې کار لپاره د « چونګینتابا» چې تر  نورو وروڼو لوستی و، نوم وړاندې کړ او د قبیلي لخوا ومنل شو.

پلار مې « ګادلا هنري مفاکانیسوا» د خپل کلي ملک و. سره له دې چې د کلي ملکي او مشري یو ښه مقام و، خو پنځه اویا کاله وړاندې (له ننه نژدې دوه نوي کاله پخوا) د سپین پوستو سخت زړې او ناکامې واکمنۍ دا مقام بې ارزښته کړی و.

پلار مې څلور مېرمنې درلودلې چې درېمه یې «نوسکني فاني» زما مور وه. زما د میندو کلاګانو [ چې غوجل، یو ټوټه ځمکه او یوه وړه مېنه به وه] یو له بله میلونه واټن درلود، پلار به مې تل دې مېنو ته؛ تلل راتلل. پلار مې دیارلس اولاده، نهه لوڼې او څلور زامن درلودل، چې په زامنو کې یې زه تر ټولو کشر وم.

هغې کلا چې زه په کې اوسېدم د کور هېڅ سامان نه درلود، په غولي کې د ناستې لپاره فرش نه و او تر هغې چې مکهکزوني ته نه وم تللی، بالښت مې نه پېژانده. زما په اند د انسان شخصیت روزنه جوړوي، نه ذات او نسب. پلار مې ډېر حساس طبیعتی و، چې زه یې هم په خپل کې احساسوم.

لا وړو کی وم چې یوه کلیوال مې پر پلار عرض وکړ، چې غوا یې د هغه فصل ته ور اوښتې ده. ځایي اداري مې پلار وروغوښت،  خو هغه چې د کلي مشر او ملک و، په دې خیال چې دا د دې ادارې کار نه دی؛ ورنغی، نو له ادارې سره یې تاویلې ماویلې پیدا شوې او په سرغړونه تورن شو. د ځايي حکومت مشر په ډېري اسانۍ له ملکۍ ګوښه کړ. په دې ترتیب د مانډېلا کورنۍ د واک پړاو پای شو. ډېرې ځمکې او باغونه ترې ضبط شول. مور مې د موزو په شمال کې کیونو کلي ( زما د لمړنیو خاطرو زانګو) ته کډه شوه.

کیونو په یوه زرغونه دره کې پروت و، چې هر ځای یې شنې غونډۍ وې او ډکې ویالې په کې روانې وي. د دې کلي خلکو په خټنو کلاه ګانو کې لکه د شاتو مچۍ ژوند کاوه. ښځو او هلکانو به ځایي لباس چې یو څادر و، اغوستل. یوازې څو مسیحانو او ګوتشمېرو کلیوالو به لویدیځ ډوله جامې اغوستي. ځمکې د دولت ملکیت و، افریقایان له خصوصي مالکیته بې برخې وو. هر کال به یې دولت ته د ځمکي اجاره ورکوله. په دې کلي کې دوه لمړني ښوونځي، یو مارکیټ او یوه د اوبو زېرمه وه. جوار لوبیا او کډو د خلکو خورا ک و. شتمنو کورنیو به په دې سربیره چای، قهوه او بوره هم خوړل. خوا دا شیان یوازي تجملي وو او پردې بلل کېدل. د کلي زیاتره نارینه و به په لري پراته کان «ریف» یا ځمکو کې کار کاوه. کلي ته به په کال کې دوه ځلې د ځمکو د اړولو لپاره راتلل. د کلي د ځمکو نوره کرکیله د ښځو او ماشومانو پر غاړه وه.

په ماشومتوب کې زما زیاتره وخت په فصلونو کې په ګرځېدو او یا له کلیوالو هلکانو سره په دعوو دنګلو تېرېده. په پنځه کلنۍ کې مې شپنۍ ته مخه شوه، هلته مې ومنله، چې له رمو او پادو سره د خوسا قبیلې افسانوي تړوند خدای (ج) لورېینه او د نېکمرغۍ سرچینه ده. په دې دښتو کې مې د مارغانو ښکار، د شاتو او مېوو راټولول، د غواګانو له تیونو د تازه او ګرمو شیدو رودل، په پاکو ویالو کې لمبل، د کبانو نیول، په جګړو کې د کوتک وهل، پرمخالف لوري برید او یا یې ګوزار تمبول زده کړل. له هماغې راهیسې مې په ځان کې له دښتو، آزادې فضا، طبیعي ښکلا، او روښانه افق سره مینه احساس کړه.

موږ ماشومان به معمولا خپل سره وو،  د لوبو وسایل به مو خپل لاس جوړ شیان او د لوبو میدان به مو پراخه ځمکې وي.

یوه ورځ په یوه ساراني خره سپور شوم، خره مې د غورځولو هڅه کوله چې همداسې یې وکړل، په لاسونو او بدن کې مې اغزي لاړل او ډېره بده دا چې د دوستانو او همزولو په مخکې ډېر کوز ګوری او خړ شوم.

افریقایانې د ختځوالو په څېر یو دول غرور لري چې چینایان یې « پت» بولي. زه د دوستانو پر وړاندې بې پته شوم. هلته مې زده کړل چې هرڅوک په بې ځایه سپکاوي خپه کېږي. ما آن په ماشومتوب کې هم د خپلو سیالانو د ماتولو لپاره داسې لارې لټولې، چې غرور یې مات نشي. موږ خوسایي هلکان به په پوښټنه نه؛ بلکې په سیالۍ او تقلید معلومات راټولول. زموږ په کورنیو کې د یو چا پوښتل د هغه د ځورولو په مانا وو. مشرانو به چې کله لازمه بلله، نو ماشومانو ته یې له خپلو معلومات ورکول، پوښتنې ته به اړتیا نه پاتېده.

پلار به مې راته د خوسايي اتلانو او تاریخي جګړو کیسې کولې، مور به مې په خوسایي داستانونو [ چې له مودو راهیسې سینه پر سینه تر مور رارسېدل] بوخت ساتلو. دې کېسو به زما ماشومانه تخیل لمساوه او ورسره به یې یو اخلاقي درس هم درلود.

په ماشومتوب کې له څو سپین پوستو سره مخ شوم، ماته سپین پوستي لويې الاهې برېښېدې چې ټولو به ورته له وېرې او درناوي سرونه ټیټول.

پلار مې مسیحیت ته وانه ووښت او په کاماتا ( د خپلو پلرونو او نیکونو په خدای)یې عقیده ټینګه وساتله، خو مور مې مسیحیت غوره کړ. ماته هم د تعمید غسل راکړل شو « متدیست»ډلې ته چې هغه مهال کلیسا او سلیان بلل کېده ور داخل او ښوونځي ته واستول شوم.

ښوونځي ته تر تللو یوه ورځ وړاندې مې پلار راته وویل، چې د ښوونځي لپاره باید مناسب لباس ولرې. له دې سره سم یې خپل یو پرتوګ تر زنګونونو پورې بیاتي کړ او ماته یې راکړ. په اوږدوالي راکې جوړ و، خو په ملا کې ډېر لوی و، پلار مې یوه ټوټه پړی راواخیست اود ملا وستني غوندې یې راته د پرتاګه لپاسه وتاړه. واضح ده چې د دې پرتوګ په اغوستو به د خندا شوی یم، خو تر اوسه مې لا داسې درېشي نده اغوستي، چې د هغه ورځې غرور مې دې را ژوندی کړی وي.

زما هم مهالي او حتی اوسني افریقایان معمولا یو انګرېزي او یو افریقايي نوم لري. ښوونکي مې «مډینګین» راته وویل چې ستا نوی نوم نېلسن شو. دا چې نیلسن یې راباندې ولې کېښود، زه پرې هم پوه نه یم. کېدای شي د انګریزانو له لوی رب النوع «لیرډ نېلسن» سره ارتباط ولري، خو دا زما ګمان دی.

دوهمه برخه: د پلار له مړیني وروسته د نېلسن منډېلا او هغه د مور ژوند

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *