ذهني کمزورې، ډلبندي او د هغه عوامل | مصطفی مشال

 ذهني کمزورې، ډلبندي او د هغه عوامل | مصطفی مشال

ذهنی کمزوری هغه کمزوری ده چی د دماغ پرمختګ او ځواک د شخصی عمر په مقایسه ډیر کمزوری ده او غیر نور مال ده. هغه کسان چی ذهنی کمزوری لری؛ عمومآ کمه وړتیا او استعداد لری. استعداد یا وړتیا د یو شخص هغه ځواک او ظرفیت دی چی د مالوماتو، مهارتونو او علم او علم په حاصلولو او زده کولو کی له انسانی فرد سره اړیکه لری. د هر فرد استعداد د هغه خپله ځانګړنه ده چی په ده پوری اړه لری؛ په انسانی ټولنه کی د استعداد له مخی نابغه وګړی، تیز هوشه وګړی، متوسطه هوشه وګړی، ټیت هوشه وګړی او په عامه اصطلاح کورمغزه کودن وګړی پیداکیږی.

هغه وګړی چی ذهنی کمزوری لری، د استعداد لمخی په ښکته درجو کې ځای لري. دغه شان وګړي که څه هم د عمر او جسم په لحاظ لوی وي، شل، دیرش،څلویښتو او یا نورو کلونو ته ریسدلی وي. دوی چی کله ماشومان وي، زیاتره تر دريو یا څلور کالو پورې په لاره د تللو وړتیا نلري؛ دوی ته باید د يښو پر وړاندي لکه برېښنا، اوبه،اور،موتر او نورو… په مقابل کي ځان ساتنه ورزده شي او باید تر څارني لاندې وي، چې د ژوند و معمولي يیښو ښکار نشي.

له ذهني اړخه کمزوري کسان ځني یي ان په لویتوب کې هم همدغه ډول پالنه غواړي؛ په دوی کې داسي کسان هم پیداکیږی،چی ان د خپلو جامو په اغوستلو کې مشکل لري، کله چې یې واسکټ یا دکمس کوم لستوڼی په څټ وي، نشي کولی هغه سم کړي او بیا یې واغوندي. د دوی ټول تمایلات، عواطف، اړتیاې او غوښتنې ساده او عادي وي اود خپلو اعمالو سمه وړاندوینه نه شي کولی. ځینې په خبرو او روانه غږیدا کې ستونزه لري، ګوډې ماتې کلمي په ژبه راوړي او تل هڅه کوي، چې له ماشومانو سره زیاته ناسته ولاړه ولري. په دغه ډول اشخاصو کې د ډیرو عقلانی وده د عمر تر وروستیو پوري دیوه شپږ کلن ماشوم تر عقل نه ، نه زیاتیږی،غیر مترقبه خطرونه او پيښې لکه اورسوزیدنه، په اوبو یا بل ځاي کي لویدل، زلزله او نو نه شی احساسولی.

دعوطفو او هیجاناتو له نظره هم ضعیفه وي، معمولآ له اضظراب او وریرې سره لاس او ګریوان وي، خو ځینې بیا د ژوند مسایلو پر وړاندي بي پروا او بې تفاوته وي، او دغه بي پروا یی او بي تفاوتي هم دوی ته د سالم درک د نه امله پیدا کیږی پوهانو دغه ډول ذهني کمزورۍ په لاندي توګه ډلبندي ګړې دي: 1: کمه ذهني کمزوري: په دې ډول کې د ذهنی کمزورتیا کابو ٪۸۵ سلنه کسان ځاي لري. دغه ډول کسان د بدني طاقت له نظره د نورمال ځواک خاوندان دي. مګر په کورنیو او کاری مسولیتونو کې مرستې ته اړتیا لري. ۲: منځنی ذهمي کمزوري: د ذهني کمزورتیا تقریبآ ٪۱۰ سلنه ناروغان په دي ډله کی ځای لري.

هغه وګړي چي په منځني ډول ذهني کمزوري ولري، ډیرې ساده خبرې کوې؛د ژوند په چارو کې ساده وزمه کارونه کوي، ماشومانه چلند غوره کوي، ځینې مهارتونه د وخت په تیریدو سره زده کوي اوپه هر کار کې پڅ ښکاريږي. ۳: زیاته ذهني کمزوري: د ذهني کمزورتیا تقریبآ ٪۴ سلنه ناروغان په دی ډله کې راځي. د هغوی پرمختګ په څرګنده توګه زیات ټکنی وي. ډیرې زیاتې مرستې او توجو ته اړتیا لری او په خپلواکه توګه د هیڅ ډول مسُولیت قبلونې وړنه وي. ۴: ډیره زیاته ذهني کمزوري: د ذهني کمزورتیا تقریبآ له ۱ تر ۲ سلنه ناروغان په دي ډله کي ځای لري. هغوي حتی ساده ورځني کارونو کي هم ډیري مرستی ته اړتیا لري او په بشپړه توګه خبرو کولو جوګه نه وي. هغه عوامل چې د نوي رازیږیدونکي ماشوم د ذهمنی کمزورۍ د رامنځته کولو سبب کیږي، په لاندې ډول ښودلی شو 。 ناسم ارثي یا جینیټکي خواص 。 د نشه یی توکو کارول 。 د مور په واسطه د حاملګې پر مهال د جواز نلرونکو درملو کلرول 。 د زیږیدلي پر مهال سخته ضربه خوړل 。 بې وخته زیږیدنه 。 سخته خوارځواکي 。 نوری ناروعی لکه: توره ټوخلې، سرخکان او د کوچینوالي په دوران کی منانژیت د ذهني کمزري درملنه خورا ستونزمنه اوناشونې ده.

خو مخکي له دې یو ماشوم پیداشي، داسې لارې چارې شته، چی د هغو په مرسته ددغه ډول کمزوريو مخه ونیسو، چی ځني یی په لاندې ډول یادولی شو: د واکسین په واسطه مصوُنیت 《خوندي والي》، د ی. مسلکي کس په واسطه د زیږون سرته رسول، د حاملګې پر مهال د مور مناسبه تغذیه، د ماشوم مناسبه روغتیا،د ۲۰ نه په کم او ۴۰ نه په زیات عمر کې نه حامله کیدل او همدارنګه د ډیر نږدې خپل سره واده نه کول چی د ذهنی کمزورۍ ماشوم زیږیدو خطر ډیروي.

باید په پام کې ونیول شي دغه ټکی د راتلونکي ماشوم ذهني او بذني کمزوریو مخنیوی کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *