د پلار له مړیني وروسته د نېلسن منډېلا او هغه د مور ژوند (دوهمه برخه)

 د پلار له مړیني وروسته د نېلسن منډېلا او هغه د مور ژوند (دوهمه برخه)

نهه کلن وم، چې پلار مې د سږو په ناروغۍ مړ شو، که مور زما د ژوند او ان موجودیت لامل وه، نو پلار مې شخصیت و. د پلار تر مرګ وروسته راته مور وویل، چې له «کیونو» باید کډه شو. یو سهار موږ (ما او مور مې)د نوي منزل په لور سفر پیل کړ. ماښام مهال یوه کلي ته ورسېدو چې په یوه څه لوړه دره کې پروت  و. د کلي په منځ کې یو لوی او ښکلی کور و. دا کور تر ټولو هغو شیانو څخه چې ما تر دې دمه لیدلي وو، ښایسته او زړه راښکوونکی و. د دروازې دننه تر دوو ونو لاندې نژدې شل قبیلوي مشران ناست وو. د کور ټول شیان ډېر په زړه پوري، ښایسته او زما له تصوره پورته وو. دا کور نو د هماغه «مکهکزوني»یا لوی مقام و، چې د تمبو لینډ ( د تمبوانو د سیمو) مرکز بلل کېده. او د تمبوانود لوی مشر «جونګینتابا والینډیو» استوګنځی و. دا لوی مشر په وروستیو لسو کلو کې زما پالونکی او ولي نعمت و. کله مې چې جونګینتابا اود هغه ارګاه بارګاه ولیده؛ نو ځان راته یو تنکی نیالګی ښکاره شو چې سیند ته پرېوتی وي. بیوزله ماشومان چې ناببره ډېرو شتو سره مخ شي؛ نو دول دول وسوسې ورته پیدا کیږي، زما هم کټ مټ همدا حال و. داسې مې انګېرله چې ډېریه تثبیت شوي باورونه او هیلې مې ورو ورو له منځه ځي او هغه کمزوري اصول، چې مور او پلار راکې روزلي؛ لړزانده کیږي. هماغه شېبه پوه شوم چې ژوند له ما څخه د لرګلوبې له اتلولۍ پرته نور څه هم غواړي.

مور مې په مکهکزوني کې تر دوو ورځو تېرولو وروسته بېرته مخ پر کیونو شوه. جونګینتابا له ماسره د خبل اولاد «جاسټیس او نومانو» په څير چلند کاوه. له ورسره اسانتیاوو څخه یې زه هم برخمن وم. البته جونګینتابا نه وه هېره کړې، چې دی زما د پلار د مشورې له کبله دې مقام ته رسېدلی و.

ما د ماڼۍ څنګ ته په یوه ښوونځي کې چې یوازې یو ټولګی یې درلود، در ویل. انګلیسي، خوسا ژبه، تاریخ او جغرافیه زما په درسي مضامینو کې شامل وو. په ښوونځي زما د بري لامل وړتیا او ښه ذهن نه، بلکي دېرې او پرله پسې هڅې وې. جاسټیس تر ما څلور کاله مشر او تر پلار وروسته مې د ژوند لمړنی اتل و. زه او جاسټیس د ژوند په ډېرو چارو کې د نظر له اختلاف سره سره ښه دوستان وو. د اختلاف یو لامل مو دا و چې هغه مست، خوشاله او خندېدونکی و او زه غلی اوجدي وم.

په مکهکزوني کې زه اړ وم چې دوو شیانو، (قبیلوي مشرۍ مقام او کلیسا) ته ډېر ارزښت ورکړم. لوی مشر جونګینتابا پرمذهبي چارو ډېر ټینګ و. یادېږي مې چې یوه ورځ یې زه په دې ووهلم، چې د کلي له یوه هلک سره په جګړه راڅخه د یکشنبي دعا پاتي شوي وه، دا ګناه مې بیا هېڅکله ونکړه. د لوی مشر په کور کې زما لیدنو او کتنو زما پر نظریو [ چې وروسته مې د مشرۍ لپاره کارولي] ژور اغېز وښانده. ما به قومي جرګې کلکې څارلې او زده کړه به مې ترې کوله.

په هغو جرګو کې به چې د ملي مسایلو لکه وچکالي، کرنې قبیلوي اړیکو او نورو په اړه کېدې او مشران به په کې راټولېدل، لوی مشر به په جرګه کې د ګډون له امله د ټولو قومي مشرانو مننه وکړه، جرګه به یې پرانیستله؛ خو بیا به یې د جرګې ترپایه یوه کلمه هم له خولې نه رایسته.

په سر کې به زه پر لوی مشر دنیوکو له امله حیران وم. خلکو به پرې ډول ډول نیوکې کولې، خو لوی مشر به په سختو تورونو هم چوپ و او د جرګې تر پایه به یې ورته غوږ ایښی و. دهغوۍ د نیوکو پر وړاندې به یې له خپلې دفاع پرته، بل هېڅ ډول تېز او سخت غبرګون نه ښکاره کاوه. دا جرګې به هرو مرو به یوې پرېکړې پای ته ورسېدي، خو تل به هم داسې نه وه، کله کله به جرګه اوږده شوه او بې پرېکړې به پاڅېده چې د جرګې د نه خلاصېدو مانا به یې لرله. لوی مشر به زیاتره د جرګې په پای کې چې لمر به په لویدو و، خبرې پیل کړې د هغه هڅه به دا وه چې د جرګې بهیر سره راټول او یو ګډ نظر ترې راوباسي.

ما تل د یو مشر په توګه هڅه کړې، چې د مکهکزونې د لوی مشر همدا اصول خپل کړم، تل مې تر خپلو خبرو وړاندې د نورو اورېدلي دي. زیاتره وخت زما نظر په مجلس کې د ورکړل شویو نظرونو مجموعه وي د لوی مشر دا نصیحت مې همېشه په یاد وي چي ویل یې: « مشر تل د شپانه په شان تر رمې وروسته ځي، چالاکه کس پرېږدئ چې تر تولو مخکې شې، خو؛ په دې نه پوهیږي چې ګنې له وروسته څارل کېږي».

رولهیلا هلا څنګه نېلسن منډېلا شو؟ (لمړۍ برخه)

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *