د مریخ علاقمندان اوس د اسپانیا تر غرونو لاندې د مریخ په څېر ژوند تجربه کولای شي

 د مریخ علاقمندان اوس د اسپانیا تر غرونو لاندې د مریخ په څېر ژوند تجربه کولای شي

مریخ مونږ ته تر نورو نږدي سیاره ده، دا سیاره هم د ځمکي په څېر خاورینه سیاره ده. او په ډیر احتمال سره ساینس پوهان دا هم وایې چې په دې سیاره کې اوبه هم شته. خو انسانان ډیره علاقه لري تر څو دې سیاري ته د تګ زمینه برابره شي.

نو له دې امله زیاتره سینماوو هم مریخ ته د تګ خیالي فلمونه جوړ کړي دي.

خو اوس بیا ساینس پوهانو د اسپانیا په شمال کې پراته د کانتابیریا غرونو کې د انسانانو د اوسېدو لپاره داسي ځایونه جوړ کړي دي چې د هغه شرایط په مریخ کې ژوند کولو شرایطو ته ورته دي.

دوي وایې چې د اتمسفیر نه شتون، د حرارت ټیټه درجه او د مریخ نور شرایط يې په دغو غرونو کې برابر کړي دي، چې علاقه مندان کولای شي په دغو غرونو کې د مریخ په څېر ژوند تجربه کړي.

دې غرونو ته سفر کوونکي کولای شي څلور ورځې او دری شپې په دغو غرونو کې تیري کړي، خو مخکې له داخلیدو څخه باید ۲۶ ورځې آنلاین زده کړه او ۳ ورځې عملي او جدي زده کړي وکړي.

کانتابیریا غرونو: تر دغو غرونو لاندې ساینس پوهانو د مریخ په څېره حالت رامنځته کړی


کله چې دوي دغي ساحي ته داخلیږي نو دوي به هغه فضاء نوردانو ته ورته وي کوم چې به مریخ ته سفر کوي.

په هر سفر کې لس کسان ګډون کولای شي، چې مصرف یې ۶۶۰۰ امریکایي ډالره ښودل شوی دی.

دوي وایې چې دا به په مریخ کې د ژوند کولو لپاره یوه نظریه هم وي، ځکه د مریخ په ځمکه ژوند ښایي له زیاتو ستونزو سره مخ شي، نو له دې امله باید د مریخ په غرونو کې تر ځمکې لاندې د ژوند کولو لپاره زمینه برابره شي.

ساینس پوهان زیاتوي: مریخ ته تلونکې فضاء نوردان به لمړی په دغه سیمه کې ژوند کول تجربه کوي او له هغه وروسته به مریخ ته سفر کوي.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې په مریخ کې د ژوند کولو لپاره زیات انسانان علاقه لري، خو تر دې مهاله هیڅ انسان مریخ ته سفر ندی کړی، خو د ساینس پوهانو په خبره چې تر راتلونکو پنځو یا شپږو کلونو پورې به مریخ ته د سفرونو لړۍ پیل شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *