خوب او ساینس؛ د خوب په اړه په ډېرو علمي رازونو پوه شئ

 خوب او ساینس؛ د خوب په اړه په ډېرو علمي رازونو پوه شئ


#دریېمه_برخه

پۀ تېرو دوه برخو کې مونږ د خوب پۀ اړه بېلا بېل مسایل وڅېړل. اوس پۀ دې لیکنې کې د خوب پۀ اړه نور مخته ځو. د بېلګې پۀ ډؤل د خوب د ډؤلونو پۀ اړه به وغږېږو. همدارنګه د دوی د بدلونونو، دندو او اړتیا پۀ اړه به غږېږو. تر ټولو زبردست یې دا روښانول دي، چې مونږ څنګه د ارتقا پۀ دوران کې د خوب داسې ډؤلونو ته پرمختګ ورکړ او څنګه د خوب یو ډؤل چې REM خوب ورته ویلي، مونږ لۀ نورو ژوندیو ځانګړي کؤي.

مونږ پۀ تېره لیکنه کې پۀ دې یو څۀ ناڅۀ پوه شولو، چې څنګه مونږ د نورو د خوب او د خپل ځان د خوب پۀ اړه سم قضاوت کوو. خو ساینس بیا د خوب د مالومؤلو لپاره اړتیا لري، چې لۀ وسایلو لکه MRI ماشین کار واخلي او زمونږ د دماغو دننی فعالیت او بېلا بېل سیګنلونه وګوري. دا سیګنلونه لۀ درې برخو راخیستل کېږي:

لومړی د دماغي څپو فعالیت څخه، دویېم د سترګو د خوځښت څخه او دریېم د ځینو عضلاتو څخه. دې ټولو راخیستلو شویو سیګنلونو ته پۀ ګډه انګریزي کې Polysomngraphy چې مطلب یې د خوب بشپړه ګراف دی، چې لۀ مختلفو سیګنلونو جوړیږي.

د همدې سیګنلونو د اخیستلو پۀ دوران کې د شیګاګو پوهنتون دوه علماو چې ایوجین ایسیرینسکي Eugene Aserinsky او بل نتانیل کلیټمین نومیدل پۀ ۱۹۵۲ کې یو بل بله زبردسته موندنه وکړه. موندنه داسې وه چې نوموړیو دوه علماو ولیدل چې زمونږ د خوب پر مهال پۀ یو ځانګړي فېز کې زمونږ د سترګو ګاټي یو بل اړخ ته تېز حرکت شروع کوي چې د دماغي څپو زبردست فعالیت ورسره مل وو. دوی دا هم ولیدل چې دا دماغي فعالیت بلکل داسې دی لکه مونږ چې ویښ یو.

د دې فېز څخه بغیر به نور خوب کې د دماغو څپې ارامه او د سترګو یو بل اړخ ته حرکت به نۀ وو. د دې موندنې څخه پس نوموړي دوه علما دې پایلي ته ورسیدل چې  زمونږ د شپې خوب پۀ دوراني بڼه د دوه ډؤله خوب څخه تشکیل دی، چې دوی ورته د سترګو یو بل اړخ ته د حرکت لۀ امله لاندې دوه نومونه ورکړل.

REM sleep( Rapid eye moment)

NREM sleep(Non rapid eye moment)

بله خبر دا وه چې ریم REM خوب هاغه حالت دی چې مونږ پۀ هغه کې د خوب لیدلو تجربه کوو. د دې ترڅنګ یې د NREM نانریم خوب څلور مرحلې وښودلې چې ۱ او ۲ مرحله یې کمزوری خوب او ۳ او ۴ مرحله ژور خوب ښیي چې پۀ هغې کې انسان پۀ اسانه لۀ خوب څخه نۀ را بیداریږي.

د نورو څېړنو پۀ ترڅ کې د دې دوه ډؤله خوب دوراني راښکاریدل هم روښانه شول. مطلب د شپې د خوب د شروع کېدو سره تر ختمیدو پورې پۀ هرو ۹۰ دقیقو کې د ریم او نانریم خوب تر منځ یو ډؤل جنګ روان وي. پۀ لومړیو کې د هرو ۹۰ دقیقو زیاته برخه نانریم خوب اشغالؤي. ولې د سهار ته پۀ نږدې کې دا جنګ د ریم خوب پۀ قوي کېدلو پای ته رسیږي. مطلب وروسته نانریم خوب کمیږي او ریم خوب د ۹۰ دقیقو زیاته برخه نیسي.

د دې څېړنو څخه پس د خوب ماهرین لۀ دې پوښتنې سره مخ ول چې اخر ولې داسې کېږي. ولې داسې ونشول چې لومړیو ساعتونو کې ټول نانریم خوب او ورپسې ساعتونو کې ټول ریم خوب وی.

که ووایو چې ځینې وخت مونږ د خپل خوب ځینې ساعتونه میس کوو، نو ځکه باید پۀ هر ۹۰ دقیقو کې د دوی ګډوله شتون ولري.

خو دلته بله پوښتنه راپیدا کېږي چې ولې دا ویش د ریم او نانریم خوب تر منځ پۀ هر ۹۰ دقیقو کې د خوب لۀ شروع سره مساوی نۀ دی؟

د کتاب لیکوال وایي چې پۀ دې اړه د ساینسپوهانو تر منځ اجماع نشته او ورسره خپله تیوري راوړندې کؤي چې د نوموړي لۀ نظره ولې داسې کېږي.

نوموړی وایي چې دغه نابرابره وېش زمونږ پۀ دماغو کې د حافظې د ظرفیت د محدودیت لۀ امله کېږي. دا چې دماغ د خوب پر مهال د تېرې ورځ پۀ ګډون ټول تېر شؤي مالومات او تجربې بیا ځلې ګوري او د دې لپاره د شپې پۀ شروع کې د نانریم خوب ته اړتیا زیات وي، تر څو هاغه عصبي سرکټس او اړیکې چې ګټورې نۀ دي او لۀ کار لویدلي ختمې کړي او پۀ وروستي وخت کې زیات ریم خوب ته اړتیا لیدل کېږي تر څو اړینې او ګټور عصبي اړیکې او سرکټس قوي کړي.

د دې نابرابره ویش پۀ مختلفو فیزونو کې د ګټو تر څنګ زیان هم شته او هاغه دا چې کچېرته یو کس د شپې ۱۲ بجې ویده شي او سهار ۶ بجې راپورته سي، نو ۲ ساعته ریم خوب لۀ لاسه ورکؤي. همدا ډؤل که سهار ۸ بجې راپورته شي او بېرته د شبې تر ۲ بجو ویده نۀ شي، نو دوه ساعته نانریم خوب لۀ لاسه ورکؤي. ځکه مونږ وویل چې نانریم پۀ لومړیو ساعتونو کې راج چلؤي او پۀ وروستیو کې ریم خوب قوي کېږي.

#دوام_لري

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *