څنګه کولای شو، خپل قد لوړ کړو؟

 څنګه کولای شو، خپل قد لوړ کړو؟

هغه کسان چې متوسط یا هم ټیټ قد لري، نو تل یې هېله دا وي، تر څو خپل قد لوړ کړي. هغه کسان چې د هغوۍ قد لوړ وي، په خپل نفس اعتماد یې هم زیات وي.

دلته اته هغو مواردو ته اشاره کوو، چې له تاسو سره د تر یو بریده د قد په لوړ والي کې مرسته کوي.

۱- شیدي وڅښئ، شیدي د کلسیم ښه سرچینه ده او د هډوکو له لویوالي او استحکام سره مرسته کوي. که تاسو غواړئ، قد مو لوړ شي نو شیدي په دې کار کې درسره مرسته کولای شي. د هغه ترڅنګ شیدي په لویه کچه اې ویټامین او پروټین هم لري.

۲- د یوګا تمرینونه ترسره کړئ، دا ډول تمرینونه کولای شي له تاسو سره د قد په لوړوالي کې ډېره مرسته وکړي. د یوګا تمرینونه ستاسو د رشد هورمونونه تحریکوي او هغوۍ د پراختیا لپاره تیاروي.

۳- کافي او آرام خوب وکړئ، د انسان بدن د خوب په مهال نوري حجري زیږوي او د رشد کوي. نو هغه هورمون چې د انسان د بدن د رشد مسوولیت لري، د ژور خوب په مهال تولید کیږي. نو کله چې تاسو کافي او آرام خوب کوئ، ستاسو د بدن د رشد هورمونونه ډېر او په آسانۍ سره تولید کیږي.

۴- منظم ورزش وکړئ، ورزش کولای شي د انسان د بدن رشد ورکوونکی هورمون په تولید کې مرسته وکړي. د هغه ترڅنګ هغه ورزش چې د انسان د قد د لوړوالي لپاره ډېر اغیزمن دی، تناب بازي ده.

۵- معتدل غذايي رژيم ونیسئ، د غذا کموالی مو ډېر وخت د قد د ټیټوالي لامل کیږي. نو د دې لپاره چې قد مو لوړ شي، معتدل غذايي رژیم ونیسئ. هغه غذا ګانې چې د ویټامین سي، پروټین، کلسیم او پوتاشیم درلودونکي دي، ډيري وخورئ.

۶- د لمر له رڼا څخه استفاده وکړئ، د لمړ رڼا ستاسو په بدن کې د ویټامین ډې د زیاتوالي لامل کیږي. نو ستاسو د بدن د ویټامینونو له پوره کولو او رشد سره ډېره مرسته کوي.

۷- مناسب بدني موقیعت غوره کړئ، کله چې کښېنئ او یا هم پریوځئ، نو تاسو باید د بدن د غړو او سر لپاره داسي موقعیت غوره کړئ، چې ناراحته مو نکړي، یا مو هم د ناسم بدني موقیعت د ټاکلو له امله کېدای شي، چې د بدن د رشد تحریک کوونکی هورمون فعالیت ودروي.

۸- ډېري اوبه وڅښئ، اوبه ستاسو سره په هضم کې مرسته کوي. نو د دې لپاره چې روغ پاتي شئ او د قد د لوړوالي هڅه مو بریالۍ شي، په ورځ کې لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه وڅښئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *