هاکي څنګه لوبه ده، او څه وخت رامنځته شوي؟

 هاکي څنګه لوبه ده، او څه وخت رامنځته شوي؟

هاکي لوبه هم د فوټبال په څیر د دوو ۱۱ کسیزه ټیمونو له خوا کیږي. خو هاکي نه یوازې دا چې د چمن په مخ یې لوبه کیږي د کنګل پر مخ هم ترسره کیدای شي. هاکي د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې رواج لري اود المپیک د لوبو یوه برخه هم ده.

د هاکي د لوبې وخت (۷۰) دقیقي دی چي له لمړیو ۳۵ دقیقو څخه وروسته یوه وقفه هم ورکوي او د ټیمونو ځایونه یې هم بدلیږي. د هاکي د میدان اندازه ۲۰.۸۲ څخه تر ۹۱.۴ مترو پوري ده. او د میدان عرض له ۴۵.۷ څخه ۴۵.۸۰ مترو پوري دی دروازې د دوو ستنو ترمینځ واټن ۳.۶۰ متره او لوړوالی یې ۲.۱ متره دی.

د هاکي توپ له سپین رنګه څرمن څخه جوړیږي چي وزن یې باید له ۱۵۶ګرامو څخه کم او له ۱۶۳ ګرامو څخه زیات نه وي.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *