اسټرالیا کرکټ بورډ: ۲۰۲۰م کال شل اوریز نړیوال جام کې د باران له امله پاتي کیدونکي لوبې باید جبران شي

 اسټرالیا کرکټ بورډ: ۲۰۲۰م کال شل اوریز نړیوال جام کې د باران له امله پاتي کیدونکي لوبې باید جبران شي

د اسټرالیا کریکټ بورډ وایې چې ۲۰۲۰م کال نړیوال جام کې د پلي اف سیالیو لپاره باید اضافي ورځې هم ورکړل شي، تر څو پکې هغه لوبې جبران شي کومي چې د باران له امله پاتي کیږي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ هیله ښودلې چې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال شل اوریز کرکټ جام دوو نیمه پایلوبو ته چې لومړۍ هغه یې د نومبر په ۱۱ مه نېټه د اسټرالیا په اډیلایډ ښار کې ترسره کېږي او دویمه یې د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ترسره کېږي، ریزرف یا چمتو ورځې وي.

دا په داسي حال کې ده چې د کرکټ ۲۰۱۹ پنځوس اوریز  نړیوال جام کې د باران له امله ځیني لوبې لغوه شوي چې په سیمي فاینل لوبو یې منفي اغیز وکړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *